د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د کونړ د پولیو پېښه رد کړه


عکس- ارشیف
عکس- ارشیف

په افغانستان کې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د کونړ ولایت په دانګام ولسوالۍ کې د ۲۰۲۴ کال د پولیو د لومړې مثبتې پېښې خبره رد کړه.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا سرپرست وزیر، قلندر عباد په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل، چې په کونړ کې د پولیو د پېښې د مثبت کېدلو خبر د پاکستان د یوې داسې روغتیایي ادارې لخوا خپور شوی، چې خپله د دغه هېواد روغتیایي سکتور ته د منلو نه ده، ځکه مخکې هم د ورته تېروتنو له امله یې خپل باور بایللی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې د یادې پېښې په تړاو یې دقیقې څېړنې کړي او وروسته معلومه شوه چې یاده ماشومه دولس کاله عمر لري او د مغزي سکتې له امله یې یو مخ باندې علایم دي او په هیڅ ډول د پولیو په ویروس نه ده اخته شوی.

ښاغلي قلندر عباد پدې هلکه وویل: "په خارج کې یوه غیر مسؤوله اداره ده چې د دې نجلې د پولیو د مثبت والي په تړاو یې راپور ورکړی دی. دا موضوع مونږ په خپل نوبت باندې د خارجي ادارو سره او د "جي پي آی" د ګروپ سره شریکه کړې او هغوی منلې ده چې دې کې دوی غټه تیروتنه کړې ده."

نوموړي زیاته کړه، هغوی دا منلې ده چې موضوع یې خپلو مربوطه ادارې ته نه ده رسولې، نو له همدې امله مونږ دغه غیر مسؤولانه معلومات او رسنیو سره د هغه شریکول په کلکو ټکو ردوو.

ښاغلي عباد وویل: " دا په اسلام آباد کې د "ان ای ایچ" په نوم یوه اداره ده.... پرون مې د پاکستان د عامې روغتیا د وزیر سره په دې مسله ټیلیفوني خبرې وکړې. دوی ته مې احتجاجاً وویل چې د "ان ای ایچ" لخوا داسې غیر مسؤولانه کارونه د کومو اوصولو له مخې خپریږي؟ خو ورسته بیا پوه شو چې هغوی پخپله هم په دوی باندې اعتراض کړی دی."

د ښاغلي عباد په وینا، د پاکستان د عامې روغتیا وزیر هم خپله په دې باندې اعتراض لري او وايي چې"ان اي ایچ" دا مسؤولیت نه لري چې دا ډول راپورونه په خپل سر د رسنیو سره شریک کړي.

هغه دا هم وايي، چې په نږدې راتلوونکي کې به په کابل کې د پولیو د پېښو تشخیص لپاره یو مجهز لابراتوار جوړ کړي، څو د پېښود تشخیص لپاره بهرنیو هېوادونو ته د سمپلونه لېږلو ته اړتیا نه وي.

ډاکټر قلندر عباد امریکا غږ ته وویل: "په راتلوونکي کې به مونږ هلته لیږل شوي ټیسټونه ونه منو، ځکه الحمدلله اوس مونږ په داخل کې لابراتوار لرو او انشاالله ډېر ژر به د فبروري میاشتې تر پنځم او شپږم پورې افتتاح شي."

هغه زیاته کړه، له دې وروسته به افغانستان کې دننه ټیسټونه ترسره کیږي او د نړۍ نور لابراتوارونه او په خارج کې نورې ادارې په دې کې کوم رول ونه لري. د نوموړي په وینا، دا به د افغانستان په داخل کې د پولیو په محوه کولو کې زمونږ سره غټه همکاري وکړي.

قلندر عباد ویلي چې افغانستان خپله مستقله روغتیایي اداره لري او د پوليو په اړه د نورو هېوادونو بې بنسټه راپورونه به ورته هيڅکله د منلو وړ نه وي.

هغه ویلي په دې وروستيو کلونو کې د پوليو په وړاندې مبارزه په چټکۍ سره روانه ده او هغه ماشومان چې د بيلابيلو ستونزو له امله له واکسين څخه پاتې شوي دي، واکسين کيږي او ټولې نړيوالې مرستندویه ادارې له دغه وزارت سره په همغږۍ دا مبارزه پر مخ وړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG