د لاس رسي وړ اتصالات

په کونړ کې د پولیو څلورمه پېښه ثبت شوي


 cricket polio
cricket polio

د کونړ ولایت دعامې روغتیا ریاست وايي چې د دغه ولایت د شیګل په ولسوالۍ کې د پولیو تازه پېښه ثبت شوې.

د کونړ د عامې روغتیا رئیس ډاکټر احسان الله فضلي امریکا غږ ته وویل چې تازه پېښه د "ګیوېژې" په نوم سیمه کې ثبت شوې ده.

نوموړی وايي: "پولیو وهلی ماشوم معاذ نومېږي د شاهد زوی دی او یو کال عمر لري او په ټول عمر کې یې یو ځل هم واکسین نه دي کړي، نه هم د ستنو واکسین او نه هم د څاڅکو".

ښاغلی فضلي وايي چې دغه تازه پېښه هم د شلطن دره کې د دریو نورو مخکینو پېښو په ګاونډیو سیمو کې شوي ده.

هغه زیاتوي: "په دغه سیمه کې چې څلور پېښې پکې ثبت شوي دي د تېرو څلورو کلونو راهیسې د ځینو وسله والو کسانو لخوا واکسینو ته اجازه نه ورکول کېږي، ځکه خو زمونږ د پوښښ له ساحې څخه پاتې ده ".

روان میلادي کال په ټول افغانستان کې د پولیو پېښو شمېره شپږو ته لوړه شوه چې څلور یې په کونړ او یوه، یوه په هلمند او کندهار ولایتونو کې شوي دي.

د کونړ دشیګل ولسوالي اوسېدونکی فقیر الله وايي چې حکومت باید په لیرې پرتو سیمو کې د واکسین کولو لپاره زمینه برابره کړي .

نوموړی وايي : " حالات خراب دي بس وسله وال کسان دي، مونږ ته وايي واکسین مه کوئ، مونږ هم مجبور یو، کنه زړه خو مو غواړي چې خپل بچیان واکسین کړو؛ خو مجبوریت دی، نه یې شو کولی".

نوموړی په ټولو کورنیو غږ کوي چې خپل ماشومان واکسین کړي کنه د معاذ په څېر به د کورنۍ او ټولنې د اوږو بار وګرځي.

XS
SM
MD
LG