د لاس رسي وړ اتصالات

نعیمي: د کندز درې ولسوالۍ تر سخت تهدید لاندې دي

په داسې وخت کې چې د کندز والي عبدالجبار نعیمي وايي په کندز کې د سولې هلې ځلې پیل کړې دي، خو لا هم د چاردره، ارچي او قلعه زال ولسوالۍ ترسخت امنیتي تهدید لاندې دي.

د کندز والي عبدالجبار نعیمي اشنا ټلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې له تیرو دوو ورځو راهیسې په ارچي کې ګډ عملیات پیل شوي، چې تر ۱۰ ورځو به دوام ولري.

ښاغلی نعیمي زیاتوي په هغو ولسوالیو کې چې تهدید شته هلته به هم عملیات پیل شي.

د کندز والي عبدالجبار نعیمي په وینا په کندز کې د ولس په همکا‌رۍ د سولې هڅې هم پیل کړې دي، دی وايي چې خلکو ورسره ژمنه کړې چې د سولې د پروسې پرمخ وړلو او په هغو ځایونو کې چې لازمه ده، همکاري به هم کوي.

ښاغلی نعیمي زیاتوي د سولې په برخه کې یو لوی خوځښت په کندز کې پیل شوی چې پکې علمأ، قومي مشران او ځوانانو شامل دي.

د کندز د والي عبدالجبار نعیمي بشپړه مرکه دلته وګورۍ.

د کندز والي سره د اشنا ټلویزیون مرکه
please wait

No media source currently available

0:00 0:06:09 0:00

XS
SM
MD
LG