د لاس رسي وړ اتصالات

لا هم ځینې کورنۍ خپلو اولادونو ته د پولیو څاڅکي نه ورکوي - د کندز اوسیدونکي


په کندز کې د یونیسف له خوا د عامه پوهاوي په برخه کې نوی ګومارل شوی مسوول محمد اسماعیل وايي چې دوي په کلیو کې له مخورو سپین ږیرو علماو او بیلا بیلو ډلو سره د پولیو د څاڅکو په اړه د پوهاوي غونډې جوړوي.

ښاغلی اسماعیل وایي د کمپاین نه مخکې د دوی مامورین له قومي خلکو مشرانو او استادانو سره خبرې کوي، د واکسینو ګټې ورته تشریح کوي او بیا ماشومانو ته واکسین کوي.

د یونسف د عامه پوهاوي مسول زیاتوي: "مونږ وړو کاغذونو کې د پولیو په اړه هر اړخیز معلومات هم چاپ کړي او هغه ویشو، او د رسنیو له لارې هم د عامه پوهاوي کارونه پر مخ وړل کیږي".

دا پداسې حال کې دي چې د کندوز هغه شمیر خلک چې د پولیو د څاڅکو به ارزښت پوهیږي وايي چې په دغه ښار کې اوس هم داسې کورنۍ شته چې خپلو اولادونو ته د پولیو څاڅکي نه ورکوي.

د دوی په وینا هغوی اوس هم فکر کوي چې دغه څاڅکي به د دوي د اولادونو په ضرر وي، خو خبر نه دي چې د واکسینو دوه څاڅکي د دوي اولادونه له دایمي معلولیت څخه ژغولای شي.

د کتلوي معافیت مسول ډاکټر غلام جیلاني عطايي هم وايي چې اوس د یونیسف له خوا د عامه پوهاوي په برخه کې نوي مامورین ګومارل شوي او دغه چارې به نورې هم چټکې شي.

ډاکتر عطایي زیاته کړه چې: "زمونږ د عامه پوهاوي په سیستم کې تغیرات راغلي دي، خلک هم تشویق شوي دي، یو شمیر هغه ماشومان چې پخوا یې کورنیو واکسین ردول اوس یې کچه ۹۰ فیصده ته راټیټه شوې ده، کوشش کوو چې له علماو سره قومي مشرانو سره خبرې وکړو، او دغه کارونه چټک کړو، د یونیسف له خوا پخوا د عامه پوهاوي مسول نه و، اوس دغه مسول نوی په دنده ګومارل شوی چې له دې وروسته به د هغوي له خوا دعامه پوهاوي چارې پر مخ وړل کیږي".

خو د دشت ارچي ولسوالۍ اوسیدونکی اقبال شهاب وايي چې په کلیوالو سیمو کې د پولیو د څاڅکو په اړه عامه پوهاوې ځکه کمزوری دی چې د کتلوي معافیت مسولین یوازې له څو تنو اربابانو سره خبرې کوي.

هغه وایي "د پولیو د واکسینو لپاره عامه پوهاوی اړینه برخه ده. د کلي قومي سپین ږیري او مخور خلک مهم دي، خو دوي چې د عامه پوهاوي لپاره کومې ډلې په دنده ګومارلي یو څه ضعف لري".

شهاب دا هم ویل چې مسولین باید په لارو کې لویې لوحې، واړه پوسټرونه، او معلوماتي کاغذونه په کلیو کې وویشي، او یو شمیر رسنیو او تلویزیونونو کې د عامه پوهاوي لپاره پروګرامونه جوړ کړي.

د کندوز اوسیدونکي وايي چې د امریکاغږ راډیو یوازینۍ رسنۍ ده چې د پولیو د څاڅکو په اړه خلکو ته پوهاوی ورکوي او همدا علت دی چې ددوي له لارې خلک له دې هم خبریږي چې ماشومانو ته ددغو څاڅکو نه ورکول کوم ضررونه لري.

XS
SM
MD
LG