د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د کندز د برید د غچ اخیستلو ګواښ وکړ


طالبانو له نړیوالو ټولنو غوښتي چې په دې اړه بې پري پلتنې وکړي
طالبانو له نړیوالو ټولنو غوښتي چې په دې اړه بې پري پلتنې وکړي

وسله والو طالبانو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې " یو پراخ او بې پرې هیئټ وټاکي، سيمې ته يې را واستوي، ترڅو د پيښې آزادانه او هر اړخیزه څيړنه وکړي."

طالبانو له رسنیو هم غوښتي چې سیمې ته ورشي او ژمنه یې کړې چې تر خپل واک لاندې سیمو کې به د بشري حقونو د ډلو او رسنیو د استازو امنیت هم ساتي.

د طالبانو په یوې اعلامیې کې دا خبره بیا تکرار شوې ده چې برید پر مدرسې شوې او تر "۲۰۰" پورې ولسي خلک په کې وژل شوي او ژوبل شوي دي. طالبانو ویلي دي چې د ددغه برید "سخت انتقام" به اخلي، خو نه يې دي ویلي چې څنګه او له چا به یې اخلي.

څو ورځې مخکې افغان ځواکونو د کندز د دشت ارچي په ولسوالۍ کې د افغان چارواکو په وینا "د طالبانو په یوې غونډې" برید وکړ.

افغان چارواکي وايي په برید کې د کوټې د شورا د غړو په ګډون یې د طالبانو یو شمېر لوړ پوړي قومندانان وژلي، خو په برید کې د ملکي تلفاتو ادعاوې هم شوي دي.

ارګ یوه کميسیون ټاکلی چې د ملکي تلفاتو په اړه پلټنې وکړي. یوناما هم ویلي دي چې په سیمه کې یې د بشري حقونو استازي شته چې په دې اړه حقایق ومومي.

XS
SM
MD
LG