د لاس رسي وړ اتصالات

کردانې ښځې د داعش په ضد جگړې ته تیارې دي


د کردسنان په یو کلې کې کردانو ښځو د اسلامي دولت د ډلې نه د رقا د سیمې د بیرته نیولو لپاره روزنې بشپړې کړیدي.


د کردستان په یوه کلې کې د کردانو جنگیالو ښځو چې د سوریې دیموکرات قواوو یعنی د ایس ډي ایف د ډلې سره تړاو لري، د اسلامي دولت د ډلې په ضد په جنگ کې د برخې اخیستلو لپار روزنه مکمله کړیده. دغو ښځو د روزنې نه وروسته گډاگانې وکړی.

روزونکو دغو ښځو ته د وسلو، ټوپکو او تمانچو کارول ورزده کړل. دلته یوه جنگیالۍ لیلی حسین رویټرز ته وویل "د دغې روزنې هدف د اسلامي دولت د ډلې په ضد دریدل دي. د هغوې په ضد جگړه او هغوې ته دا ویل چې ښځې غښتلې دي."

د ایس ډي ایف ډلې ویاندې جهان شیخ احمد وویل چې دغه میرمنې به په رقا کې د اسلامي دولت د ډلې په ضد جنگیږي.

هغې زیاته کړه چې دوه میاشتې وروسته به نورې ښځې هم روزل کیږي او داسې ښکارې چې په هغې کې به د ښځو شمیر لا نور هم زیات وي.

حسین وایي چې دلته ښځې نه یواځې د وسلو استعمال زده کوي خو په دې برسیره هغوي ته نظریاتي تعلیم هم ورکوي.

د ایس ډي ایف په ډلې کې زیاتره کسان د کردانو د واي پي جي ډلې ملیشې دي. دغه ډله د عبدالله اوکلان د فکر پیروي کوي. اوکلان د کردستان د کارگر گوند مشر دی او په ترکیې کې د دیرشو کلونو راهیسې جنگیږي.

د امریکا په مشرۍ د ایتلافي قواوو ویاند ویلي و چې دغه ټولې ښځې عربانې دي خو وروسته یې بیا وویل چې د پوره معلوماتو ترلاسه کولو کوښښ کوي.

یو عیني شاهد وویل چې هغه دغه جنگیالۍ ښځې لیدلې دي او داسې ښکاري چې زیاتره یې کردانې وي.

د وایي پي جي قوماندانې سریا محمود وویل چې د انقلاب د شروع کیدو نه وروسته واخله تر اوسه پورې ، زیاتره ښځې قربانې شویدي.

هغې زیاته کړه چې جنگیالۍ ښځې نورو ښځو ته د ازادۍ امید ورکوي. ځکه چې مونږ به هغوې ازادوو. هغه ازادي چې میرمنو ډېره موده مخکې د لاسه ورکړیده، بیرته به یې گټو.

XS
SM
MD
LG