د لاس رسي وړ اتصالات

د ترکيې جټ الوتکو په کرد جنگیالو بمباري کړیده


د ترکیې جټ الوتکو د سه شنبې په ورځ د کردانو په یاغۍ ډلې پي کی کی او په کردي ملیشو باندي هوایي بمبارۍ کړیدي. دغه کردي ملیشې د عراق او سوریې په سرحد د اسلامي دولت د ډلې په ضد په جگړې کې ډیر مهم رول لري.

په سوریې کې د بشر د حقوقو د څار یوې ډلې چې مرکز یې په برتانیې کې دی، د سه شنبې په ورځ په یوې اعلامیې کې ویلي چې په دغه برید کې ١٨ تنه وژل شویدي او کیدی شي د مړو شمیر نور هم زیات شي.

ترکیه، امریکا او اروپایي اتحاد د پي کی کی ډله ترهگره ډله بولي. د پي کی کی ډله د لسیزو راهیسي کوښښ کوي چې د انقرې نه خپلواکي ترلاسه کړي.

د ترکیې پوځ د برید نه وروسته یوه لنډه اعلامیه خپره کړه چې وایي "مونږ دغه بمباري په دی هدف کړیده چې د ترهگرو پناهځایونه تباه کړو. دغه ترهگرو زمونږ امنیت، یووالي او ملک ته خطر پیدا کړیدی او دا زمونږ ملت ته سپکاوې دی. مونږ دغه هوایي بریدونه د نړیوالو قوانینو سره سم د خپلې دفاع لپاره کړیدي."

د سنجار په غرونو هم بمباري شوي

عیني شاهدین وایي چې ترکیې د لومړي ځل لپاره په دغه سیمو کې هوایي عملیات کړیدي چې پکې د سنجار سیمه هم شامله ده. د ترکیې هوایي عسکرو د سنجار په غرونو کې د پي کی کی برسیره د کردانو هغه جنگیالي هم په نښه کړیدي چې د اسلامي دولت د ډلې په خلاف جنگ کوي. ترکیه وایي چې سنجار د کرد یاغیانو اډه ده او هم د دغه ځاې نه هغوي په ترکېې کې د حملو پلانونه جوړوي.

د سیمې د چارو کارپوه سمیع اډیس چې د المانیټر ویپاڼې لیکوال دی، وایي "ترکیې پخوا هم د پي کی کی د ډلې په خلاف د قندیل په غرونو کې عملیات کړیدي.او هغوي دا خبردارې هم کړی وو چې په سنجار کې به دغه ډول بریدونه کوي. دا په ترکیې کې ولس ته داسي پېغام ورکوي چې ترکیه د پخوا په شان د پي کی کی ډلې ختمولو ته ژمنه ده."

ترکي جت الوتکو په سوریه کې پر کردي جنگیالیو باندې بمباري کړې ده
ترکي جت الوتکو په سوریه کې پر کردي جنگیالیو باندې بمباري کړې ده

د ترکېې مطبوعاتو د دغې هوایي حملې عکسونه خپاره کړیدي. خو د ترکیې د پوځ د عملیاتو د اثراتو په هکله اوس هم پوښتنې شته دي.

متقاعد جنرال حلدون سلمازټرک وایي "ترکیې نیت کړیدی چې یوځلي بیا دغو جنگیالو ته خبردارې ورکړي."

د ترکيې د هوایي قواوو د عملیاتو نه وروسته کردانو د دغه عمل په ضد احتجاجي مظاهرې کړیدي. مروان قمیشلو چې د واي پي جي غړی دی امریکا غږ ته وویل چې په دغه هوایي برید کې یو مطبوعاتي مرکز او څو پوځي پوستې هم په نښه شویدي.

مروان زیاته کړه چې د قراچوغ په غره کې گڼ شمیر جنگیالي وژل شویدي. هغه وویل "د شپې په دوه بجې ترکي جټ ااوتکو زمونږ په مطبوعاتي مرکز بمباري پیل کړه. په اسمان کې گڼ شمیر الوتکې راښکاره شوی او په لسگونو بمونه یې وغورځول."

د واي پي جي یو قوماندان د نوم نه څرگندولو په شرط د امریکا غږ ته ویل چې د هغوي د ډلې مشران د ترکیې د هوایي بریدونو د وجې د ډیر سخت فشار سره مخ دي او وی ویل چې که چیرته امریکا ورسره مرسته ونکړي نو د هغوي دپاره به دا ډیره مشکله شي چې په رقا کې د اسلامي دولت د ډلې په خلاف جنگ ته ادامه ورکړي.

XS
SM
MD
LG