د کویټ امیر شیخ نواف ال احمد الجابر د یکشنبې په ورځ نومبر ۱۴ (لړم۲۳) د خپل هېواد د حکومت استعفا ومنله.
د کویټ دولتي اژانس خبر ورکړی دی چې حکمرانان له پارلمان سره د جنجالونو په ختمولو اخته دي. دغو جنجالونو د مالي اصلاحاتو مخه نیولې ده.
د کويټ صدراعظم شیخ الخالد الصباح د نومبر په اتمه نېټه د خپلې کابینې استعفا امیر ته سپارلې وه. د مارچ په میاشت کې د ښاغلي الصباح په مشرۍ حکومت کار پیل کړی و.
د کویټ امیر د یو فرمان په خپرولو مستعفې شوې کابینې ته لارښوونه کړې ده چې د نوې کابینې تر جوړېدو پورې د هېواد چارې مخې ته یوسي.
اصلي لانجه په صدراعظم باندې ده چې پارلمان د ۲۰۲۲ پورې مصونیت ورکړی دی، د دغه مصونیت له کبله استازي د کرونا ویروس سره د مبارزې په څرنګوالي او اداري فساد په اړه هغه نشي پوښتلای.
همدغه مصونیت د تېلو د دغه شمتن هېواد په حکومت کې د مالي اصلاحاتو مخه هم نیولې ده.
د خلیج د نورو هېوادونو بر عکس، د کويټ پارلمان یو لړ قانوني صلاحیتونه درلودل او په وار وار یې د شاهي کورنۍ غړي ننګولي دي.