د لاس رسي وړ اتصالات

د اردن د پاچا ورور ته د پوځ خبرداری او نړیوال غبرګونونه 


پوځ‌ له ښاغلي حمزه غوښتي‌ چې د امنیت او ثبات په ضد دې اقدامات بند کړي
پوځ‌ له ښاغلي حمزه غوښتي‌ چې د امنیت او ثبات په ضد دې اقدامات بند کړي

د اردن پوځ‌ د پاچا عبدالله ناسکه ورور شهزاده حمزه ته خبرداری ورکړی چې د «امنیت او ثبات» په خلاف دې خپل فعالیتونه بند کړي.

د اردن پوځ په یوې اعلامیې کې ویلي چې له یوې پراخې امنیتي‌ پلټنې وروسته شهزاده حمزه ته خبرداری ورکړل شوی، هغه او یو شمېر نور کسان چې نومونه یې ښودل شوي ‌نه دي،‌ توقیف شوي‌ دي.

د اردن دولتي‌ تلویزون د پوځ‌ دا اعلامیه خپره کړې ده. شهزاده حمزه په یو ویدیويي بیان کې ویلي‌ دي‌ چې هغه په کور کې تر څارنې لاندې دی او ورته ویل شوي‌ چې کور کې به ایسار وي‌ او له هېچا سره به تماس نه نیسي.

هغه په ویدیو کې ویلي‌ دي چې د هېڅ‌ یوې بهرنۍ دسېسې برخه نه دی، خو د اردن حکومت یې فاسد بللی او غندلی یې دی.

دوو چارواکو چې په قضیې خبر دي‌ رویټرز ته ویلي دي‌ چې امنیتي ځواکونه د هغه کور ته تللي او تحقیقات یې کړي.‌

د اردن پاچا عبدالله د خپل واک د قوي‌ کولو لپاره په ۲۰۰۴ کې شهزاده حمزه له دندې لېرې کړی چې د تخت وارث یې نشي.

واشنګټن پوست وایي‌ چې امنیتي ‌ځواکونو شهزاده حمزه او ۲۰ کسان نور له هغه وروسته ونیول چې دوی « د هېواد امنیت او ثبات» ته تهدید وګڼل شول.

نړیوال غبرګونونه

د اردن د پوځ له دغه اقدام وروسته امریکا،‌ سعودي عربستان،‌ ایران، ترکیې، مصر، قطر، یمن، عراق،‌ کویټ او یو شمېر نورو هېوادونو په دې اړه غبرګونه ښودلي او د پاچا عبدالله ننګه یې کړې ده.

د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس وویل چې امریکا حالت له نژدې څاري، پاچا عبدالله د امریکا مهم متحد دی او د امریکا پوره مرسته ورسره ده.

د عربو هېوادونو اتحادیې په یوې اعلامیې کې د پاچا عبدالله او د اردن د رهبریت ننګه کړې ده.‌ د دغې اتحادیې په فیسبوک پاڼې باندې د اتحادې د مشر احمد عبدالغیث له خولې لیکل شوي دي چې د اردن د امنیت او ثبات لپاره د پاچا عبدالله د اقداماتو حمایت کوي.

سعودي‌ عربستان ویلي‌ دي‌ چې د اردن د امنیت او ثبات ساتلو لپاره د پاچا عبدالله د هر اقدام تر شا ولاړ دی او ورسره همکار دی.

متحدو عربو اماراتو هم له ښاغلي عبدالله سره د پوره همکارۍ ډاډ ورکړی او ویلي‌ دي‌ چې هغه یې ښه ملګری دی.

ایران بیا ویلي دي چې هره داخلي‌ ستونزه باید د قانون په چوکاټ کې حل شي.

ترکیې ویلي دي چې د اردن امنیت او ثبات د ترکیې له امنیت او ثبات څخه جلا نه دي. وايي اردن په منځني‌ ختیځ‌ کې د امنیت او ثبات لپاره ډېر مهم دي.

XS
SM
MD
LG