د لاس رسي وړ اتصالات

په کویټ کې د شعیه ګانو په جومات کې ځانمرګی برید شوی


په کویټ کې د شعیه ګانو په جومات کې په ځانمرګي برید کې لږ تر لږه پنځه ویشت تنه وژل شویدي. د نجد د ایالت په نامه یوه ډله چې ځان د اسلامي دولت ډلې (داعش) پورې تړلې ډله ګڼي،ویلي دي چې د کویټ په پایتخت کېدا برید هغوي کړیدی.

ځانمرګي برید کوونکي په ځان پورې تړلي چاویدونکي مواد نن د جمعې په ورځ پداسې حال کې چولي دي چې ګڼ شمیر خلک د جُمعې د مانځه د ادا کولو لپاره په جومات کې راټول شویدي.

د نجد وسله والې ډلې همدارنګه ویلي دي چې پدې تیرو څو اوونیو کېپه سعودي عربستان کې د شعیه ګانو په مسجدونو بریدونه هم دوي کړیدي.

دې ډلې په ټویټر کې لیکلي دي چې " ځانمرګي برید کوونکي د چاودیدونکو موادو نه ډک کمربند پخپلې ملا کې تړلی و. "

برید د کویټ ښار د ال صوابر په سیمې کې د امام صادق په جومات کې شویدی. د پیښې یوه عیني شاهد حسن الحداد اې پي خبري اژانس ته ویلي دي چې د لسو کسانو مړي یې ولیدل. پولیسو د چاودنې سیمه کلابنده کړیده او امبولانسونو خلک روغتونونو ته انتقالول.

یو بل عیني شاهد احمد ال شواف چې د پیښې په وخت کې دننه په جومات کې و، وایي چې خلک د لمانځه لپاره په صفونو کې ولاړ و چې د جومات په دروازې کې چاودنه وشوه.

د اسلامي دولت ډله شعیه ګان ګمراهان ګڼي او د " رافذین" یا " مرتدو" خطاب ورته کوي. دې ډلې پخپل ټویټر کې لیکلي دي چې " ځانمرګي د مرتدینو په یوه معبد برید کړی"

خو بل پلو بیا د کویټ د عدلیې، دیني ، ارشادو او اسلامي چارو وزیر یعقوب الصنعا دا یوه تروریستي برید او بزدله عمل ګڼلی دی. ښاغلي صنعا ویلي دي چې تروریستان کوښښ کوي پدې کار سره زمونږ په ملت کې درز واچوي او ملي وحدت مو خراب کړي.

هغه د کویټ دولتي خبري اژانس ته ویلي دي چې حکومت به د عبادت کوونکو د حفاظت لپاره د ټولو امکاناتو نه کار اخلي او زیاته یې کړه چې دغه هیواد د ټولو مذهبي د پیروانو لپاره یو مصؤنه ځای و او وي به.

XS
SM
MD
LG