د لاس رسي وړ اتصالات

داعش د کوباني د بیا نیولو تعرضي علمیات پیل کړل


کوباني د جنورۍ په میاشت کردي ځواکونو ونیوه
کوباني د جنورۍ په میاشت کردي ځواکونو ونیوه

په عراق او سوریه کی د اسلامِ دولت ډلې د سوریې په سرحدي ښارگوټي کوباني باندی بیا برېدونه کړي دي. د اسلامي دولت ډلې نن د پنجشنبې په ورځ په سوریه کې پردوو نورو ځایونو هم برید کړی دی.

په سوریه کې د بشري حقوقو د څار موسسه وایې چې لومړۍ په کوباني کې د ترکیې د سرحد سره نږدې سهار وختي یوه ځانمگري برید وکړاو بیا جگړه پیل شوه چې له امله یې ګڼ شمیر کسان مړه او ژوبل شول.

د کوباني په حملې کې د اسلامي دولت جنګیالیو د " آزادې سوریې د پوځ" کالي اغوستي و او د همدې ډلې بیرغونه یې هم د ځان سره انتقالول. د کردي ځواکوانو یوه قوماندان ویلي دي چې داعش پدې کار سره غوښتل چې زمونږ مدافعینو او جنګیالیو ته دوکه ورکړي.

د داعش جنګیالي پدې تازه تعرضي عملیاتو کې د موټر بم د چاودنو نه کار اخلي.

له بلې خوا په لندنکې میشته د سوریې د بشري حقوقو د څارموسسه وایی چې داسلامي دولت وسله والو د " بارخ بوتان" په ښارگوټي کې لږ تر لږه شل کردان اعدام کړي دي چې ښځې او ماشومان هم په شامل دي.

کردانو د امریکا د هوایې قواو په ملاتړ سږکال په جنورۍ کی له یوه اوږد جنگ نه وروسته کوباني له اسلامي دولت نه بیرته نیولی و.

رپوټونه وایی چې داسلامي دولت ډلې د سوریې له حکومتي قواو نه په شمال ختیځ کې د حسکه په ښارګوټي کی دوې ناحیی نېولی دي خو حکومت وایې چې عسکرو یې نننۍ حمله په شاه تمبولې ده. حسکه د کردانو او سوریې د حکومت ترمنځ ویشل شوې سیمه ده.

XS
SM
MD
LG