د لاس رسي وړ اتصالات

داعش د یمن د لسګونو مسلمانانو د وژلو پړه ومنله


په یمن کې په دریو جوماتونو کې چاودنې شوې دي
په یمن کې په دریو جوماتونو کې چاودنې شوې دي

د اسلامي دولت ډلې یا داعش د یمن په پلازمېنه صنعا کې د تېرې شپې د څلورو بېلابېلو موټر بمي چاودنو مسؤلیت په غاړه اخیستی دی. په دغو بریدونو کې لېږ تر لېږ یوډېرش کسان ووژل شول او په لسگونه نور ټپیان شوي دي.

چاودنې پرون د ماښام لمانځه په وخت د دریو جوماتونو او د حوثي ډلې د یو سیاسي دفتر مخې ته وشوې. داعش د یو پیغام په خپرولو سره وویل چې پروني بریدونه دوی کړې دي او هدف یې د حوثي شیعه ډله ده.

د مسؤلیت اخیستنې په پیغام کې راغلې دي، "د تېرې شپې بریدونه مو په حوثي شیعه یاغیانو باندې وکړل چې ایران یې ملاتړ کوي او په صنعا باندې واکمن شوې دي."

د اسلامي دولت نومې ډله پداسې حال کې په یمن کې د خپل نفوذ لمنه پراخوي چې حوثیان او گڼ شمېر نورې وسلوالي ډلې د دغه هېواد د واک د ترلاسه کولو لپاره پخپل منځ کې په جگړه بوخت دي.

د داعش ډله ییزه وژنې

د اسلامي دولت د ډلې لخوا دا ډول بریدونه او د خلکو وژل کومه نوې خبره نده. دې ډلې د رامنځته کېدو راهیسي نه یواځې په یمن بلکې په عراق او سوریه کې هم د مسلمانانو او غیر مسلمانانو په ډله ییزه وژلو لاس پورې کړی دی.

که څه هم د د داعش لخوا د وژلو شویو خلکو کره شمېر او تازه معلومات څرگند نه دي خو د بېلگې په توگه د تېر کال د څو میاشتو د شمېرو پر اساس د دې ډلې د کړنو کچه څرگندېدلی شي.

په بریتانیه کې مېشت د سوریې د حالاتو د څار د سازمان پر اساس د ٢٠١۴ کال په وروستیو شپږو میاشتو کې د داعش ډلې شاوخوا ١٩٠٠ کسان یواځې په سوریه کې وژلي وو چې زیاتره یې ملکی وگړي وو.

د دې سازمان د مشر رامی عبدالرحمن په وینا، د اسلامي دولت یا داعش ډلې د ملکي وگړو ترڅنگ ١٢٠ تنه خپل هغه بهرني جنگیالي هم وژلي وو چې غوښتل یې بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه شي.

د ملگرو ملتونو لخوا د یو بل خپاره شوي رپوټ پر اساس، د داعش ډلې په ٢٠١۴ کال کې په عراق کې په پنځو میاشتو کې څه د پاسه ٥٥٠٠ کسان وژلي وو چې په کې په سلگونه عراقي ایزیدیان هم شامل وو.

د داعش تگلاره یواځې د خلکو پر وژلو نه ختمیږي بلکې په زرگونه تنه ژوندي پاتې شوي خلک د دوی له وېرې خپل کلي او کورونه پریښي دي او په خپل هېواد کې دننه او بهر کډوال شوي دي او له نامعالوم راتلونکي سره مخامخ دي.

XS
SM
MD
LG