د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په اوکراین کې دننه د وسلو او مهماتو په تولید موافقه وکړه


د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په میاشت کې پر اوکراین د روسیې د پوځي یرغل له پیل راهیسې، اوکرايني ځواکونه د روسي ځواکونو سره د مقابلې په موخه د لویدیځو وسلو او مهماتو څخه کار اخلي.
د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په میاشت کې پر اوکراین د روسیې د پوځي یرغل له پیل راهیسې، اوکرايني ځواکونه د روسي ځواکونو سره د مقابلې په موخه د لویدیځو وسلو او مهماتو څخه کار اخلي.

د امریکا متحدو ایالتونو او د اوکراین چارواکو د چهارشنبې په ورځ، دسمبر ۶ (لیندۍ ۱۵مه) یو داسې تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې په اوکراین کې دننه د اوکرایني ځواکونو لپاره د وسلو او مهماتو د تولید زمینه هواروي.

ددغه تړون په اړه د اوکراین د ولسمشرۍ ماڼۍ د پنجشنبې په ورځ، دسمبر اوومه (لیندۍ ۱۶مه) په یوې خبر پاڼۍ کې ویلي: "د دغه تفاهم لیک له مخې په اوکراین کې د دفاعي صنعت سیمه ییزه کول یو له مهمو لومړیتوبونو څخه دي."

خبرپاڼه زیاتوي: "دغه تفاهم لیک به نه یواځې په اوکراین کې د [وسلو] د تولیدي تاسیساتو په رامنځته کولو، بلکې زموږ وسله والو ځواکونو ته په ځانګړي توګه د اوکراین د هوايي حریم څخه د ساتنې او د اړتیا وړ مهماتو او وسلو په برخو کې اسانتیا رامنځته کړي."

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت په شورا کې د دفاعي پالیسۍ او ستراتیژۍ د څانګې مشر، جیسن اسرائیل هم ویلي، چې د اوکراین او امریکا د حکومتونو او صنایعو د استازو ترمنځ د دې سند لاسلیک به د اوکراین د وسله والو ځواکونو بیړنیو عملیاتي اړتیاوو ته د رسیدګي لپاره " ګډو تولیداتو ته لومړیتوب ورکړي."

د واشنګټن او کیف ترمنځ نوی تړون د چهارشنبې په ورځ په واشنګټن ډي سي کې د دفاعي صنایعو د درې ورځني کنفرانس په ترڅ کې لاسلیک شو. په دې کنفرانس کې شاوخوا ۳۵۰ امریکايي، اوکرایني او اروپايي چارواکو او صنعتکارانو ګډون کړی دی.

تر دې مخکې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان له رویټرز سره په مرکه کې ویلي وو، چې اوکراین به د وسلو د تولید او جوړولو په برخه کې پرځان لا ډېر بسیا شي او په اوږدمهال کې به د امریکا او نورو غربي هېوادونو پر وسلو تکیه کمه کړي.

سلیوان وویل، چې د دې کار موخه د تولیداتو د جوازونو صادرول، د ټکنالوژۍ لیږد او د هغو وسلو د ګډ تولید کې د آسانتیا رامنځته کول دي، چې اوکراین یې د جوړولو په برخه کې اړین مهارتونه لري، خو د کورنیو تولیداتو په برخه کې د متحده ایالاتو او اروپایي هیوادونو څخه اجازې ته اړتیا لري. سلیوان ونه ویل چې کوم ډول وسلې به په اوکراین کې تولید شي.

د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په میاشت کې پر اوکراین د روسیې د پوځي یرغل له پیل راهیسې، د اوکراین وسله وال ځواکونه د روسیې د ځواکونو د مقابلې لپاره د لویدیځو وسلو او مهماتو څخه کار اخلي.

خو له دې جګړې نږدې دوه کاله وروسته، له اوکراین سره د اروپا او امریکا مالي او پوځي مرستو بهیر پڅ شوی دی.

بلخوا د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي دي، چې د اروپا او امریکا له ملاتړ پرته به اوکراین په یوه اوونۍ کې دننه په جګړې کې ماته وخوري.

تر دې مخکې د جرمني د "راین میتال" او د بریتانیې د "بي سیستمز" په ګډون د وسلو جوړولو څو لویو لویديځو شرکتونو په اوکراین کې دننه د وسلو جوړولو له شرکتونو سره د کار کولو طرحه اعلان کړې وه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG