د لاس رسي وړ اتصالات

د قرغیزستان د ولسمشر متحدینو پارلماني انتخابات وګټل


په قرغیزستان کې د نن ورځې نومبر ۲۸ (لیندۍ ۷) پارلماني انتخاباتو لومړنۍ نتیجې ښیي چې ددې هیواد د ولسمشر متحدین بریالي شوي دی.

د ۵۰ فیصده رایو د شمیرنې په اساس د قرغیزستان د مخالف ګوندونه، بوتون، اتا میکین او سوشل دموکرات په ترتیب سره د ۱۱.۲، ۶.۴ او ۶.۲ فیصده رای ګټلې دي پداسې حال کې چې پاتې نورې رای د ددې هیواد د ولسمشر د پلویانو ترمنځ ویشل شوې دي.

د قرغیزستان ۵۲ کلن ولسمشر سدیر جپاروف، د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر د میاشتې پارلماني انتخابانو د جنجالونو وروسته واکمن شو؛ هغه انتخابات چې څو ګوندونو یې د پایلو له منلو څخه انکار وکړ.

ښاغلی جپاروف چې د یرغمل نیونې او نورو جرمونو په وجه یې ۱۱ نیم کاله بند سزا تیروله، تیر کال د څو ورځو په ترڅ کې د صدراعظم په توګه وټاکل شو او وروسته یې د ولسمشرۍ څوکۍ ترلاسه کړه.

هغه د روسیې سره نژدې اړیکې ساتلي او په خپل هیواد کې یې د متحده ایالاتو له لورې د پوځي اډې د جوړولو وړاندیز رد کړ.

روسیه پدې هیواد کې یوه پوځي هوایي اډه لري چې دې هیواد ته اجازه ورکوي د افغانستان په څیر په ټوله سرحدي سیمه کې خپل ځواک وښي.

د قرغیزستان په پارلماني ټاکنو کې د ۲۱ ګوندونو څخه شاوخوا ۱۳۰۰ تنو د پارلمان ۹۰ څوکیو ته ځانونه کاندید کړي دي.

XS
SM
MD
LG