د لاس رسي وړ اتصالات

اسټرالیا کې د کارګر ګوند عمومي انتخابات وګټل


په اسټرالیا کې د کارګر ګوند شنبې مې ۲۱ (غوایي۳۱) عمومي انتخابات وګټل او پدې سره په هغه هیواد کې د محافظه کار ګوند تقریباً لس کلنه واکمني پای ته ورسیده.

د دې ګوند مشر د انتخاباتو تر ګټلو وروسته د نړۍ د اقلیم د بدلون، بومي خلکو د حقونو او د تنخواګانو د پڅ پرمختګ پر ضد اقدام کولو ژمنه وکړله.

انتوني البانیزي د بري د لمانځلو په وینا کې وویل چې غواړي "یووالی او خوشبیني مروجه کړي نه ډار او بیلوالی".

هغه وویل، "مونږ په ګډه کولی شو چې د اقلیم جګړه پای ته ورسوو، د دې فرصت نه هم ګټه اخیستی شو چې اسټرالیا د نوې بریښتا د تولید ستر ځواک شي. مونږ په ګډه کولی شو د شریکو ګټو ، کاروبارونو او اتحادیو سره کار وکړو چې تولیدات ډیر شي او تنخواګانې او ګټه ډیره شي".

البانیزي به د اسټرالیا ۳۱م صدراعظم وي چې دې لوړې څوکۍ ته ټاکل کیږي. هغه وویل هیله لري چې دې مقام ته د رسیدو سفر به یې "اسټرالیایان وهڅوي چې ستورو ته ورسیږي".

تر اوسه معلومه نده چې آیا د کارګر ګوند به د دې عمومي انتخاباتو تر ګټلو وروسته په پارلمان کې دومره ډیر څوکۍ ولرۍ او که نه چې په یوازې توګه حکومت وکړي او که داسې ونشي مجبور به شي چې د خپلواکو کاندیدانو او نورو وړو ګوندونو ملاتړ تر لاسه کړي.

په اسټرالیا کې څه باندې ۱۷ ملیونه وګړي د رای اچولو لپاره په شرایطو برابر و خو داسې اټکل کیږي چې ددې کسانو څخه شاوخوا دریمې برخې یې نه د کارګر او نه هم د محافظه کار ګوند ملاتړ کاوه.

څارونکي پدې اند چې د اسټرالیا په پارلمان کې ناپیلي وکیلان چې ډیری یې میرمنې دي او د اقلیم د بدلون او په سیاسي ډګر کې د ریښتینولۍ لپاره د اقداماتو غوښتنه کوي، ښایي په نوي پارلمان کې ډیر واک ولري.

XS
SM
MD
LG