د لاس رسي وړ اتصالات

کرونا سره مبارزه؛ افغان حکومت د تجهیزاتو د کموالي خبرداری ورکړ


په افغانستان کې له تیرو لسو ورځو راهیسې په کروناویروس د اخته‌و کسانو شمېر په بې‌ساري ډول مخ په زیاتېدو دی خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له دغه ویروس سره د مبارزې په برخه کې د طبي تجهیزاتو د کموالي خبرداری ورکړی دی.

د دغه وزارت مرستیال وحید مجروح د پنجشنبې په ورځ د مې په ۲۸مه (غبرګولي اتمه) خبریالانو ته وویل چې په تېرو لسو ورځو کې په افغانستان کې په هغه شمېر کسان په کروناویروس اخته شوي چې له دې وړاندې شاوخوا دوو میاشتو کې ورباندې اخته شوي وو.

هغه زیاته کړه چې هره ورځ ۲۰۰۰ مشکوک سمپلونه په افغانستان کې ټیسټ کېږي چې دا په اوس وخت کې د روغتیا وزارت تر ټولو لوړ ظرفیت دی.

ښاغلي مجروح خبرداری ورکړ: "په هغو امکاناتو چې ۴۰۰ ټیسټونه مو کول، موږ نن له ۲۰۰۰ څخه تر ۲۵۰۰ ټیسټونه ترسره کوو. له دغو تجهیزاتو څخه په استفادې په هیڅ ډول د زیات ټیسټونو د ترسره کولو امکان نشته دی، موږ د ۲۰ پي‌سي‌آر ماشینونو غوښتنه کړې ده، څو ورځې کېږي چې ورته په تمه یو. تر هغې چې نور تجهیزات موږ ته ونرسېږي، زه له دې زیات کار نشم کولی".

د روغتیا وزارت مرستیال ټینګار وکړ چې د کروناویروس د خورېدو مخنیوي لپاره د (Ventilator) او (VTM) لا زیاتو ماشینونو او ماسکونو ته جدي اړتیا ده.

په افغانستان کې په تېره یوه شپه او ورځ کې د ۵۸۰ تازه مثبتو پېښو په ثبتېدو سره په دغه ویروس د اخته شویو کسانو شمېر ۱۳زره او ۳۶ تنو ته رسیدلی دی.

د روغتیا وزارت شمېرې ښيي چې تر اوسه په افغانستان کې ۲۳۵ تنه له دغې ناروغۍ مړه شوي او ۱۲۰۹ تنه بېرته روغ شوي دي.

کروناویروس د لومړي ځل لپاره د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې خپور شو او په چټکۍ سره د نړۍ ۱۸۸ هېوادونه ته ورسېد.

د امریکا د جانس هاپکنس پوهنتون د شمېرو په اساس د بنجشنبې تر ورځې مې ۲۸مه (غبرګولي اتمه) نږدې ۳۵۶ تنه له دغې ناروغۍ مړه شوي او څه باندې ۷۰۷ نور ورباندې اخته شوي دي.

XS
SM
MD
LG