د لاس رسي وړ اتصالات

کروناویروس؛ نړۍ کې د مړو شمېر تر ۳۴۲زره واوښت


د کروناویروس تر ټولو ډېر انسانان د امریکا په متحدو ایالتونو کې مړه کړي دي
د کروناویروس تر ټولو ډېر انسانان د امریکا په متحدو ایالتونو کې مړه کړي دي

د نړۍ په ۱۸۷ هېوادونو او سیمو کې څه باندې ۵.۳۲ میلیون انسانان د کرونا په ویروس اخته شوي دي.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس د واشنګټن ډي سي په وخت د یکشنبې تر سهار مۍ۲۴ (غبرګولي۴) پورې څه باندې ۳۴۲زره (۳۴۲۳۹۳) انسانان مړه شوي دي. البته دا شمېره شېبه په شېبه بدلیږي.

د کروناویروس تر ټولو ډېر انسانان د امریکا په متحدو ایالتونو کې مړه کړي دي‌ چې شمېر یې څه باندې ۹۷زره ته رسیږي.

په امریکا پسې ورسته برتانیا دویم هېواد دی چې کروناویروس په کې ډېر انسانان مړه کړي ‌او شمېره یې نژدې۳۶۸۰۰ ته رسیږي.

په ترتیب سره ایټالیا درېیم هېواد دی چې ډېر تلفات لري. دغلته د کروناویروس شاوخوا ۳۲۷۰۰ کسان مړه کړي دي.

په هسپانیا کې تر دې دمه ۲۸۸۷۸ او په فرانسې کې بیا څه باندې ۲۸۲۰۰ کسان مړه شوي‌دي.

د لاتینې امریکا په هېوادونو کې بیا تر ټولو ډېر تلفات برازیل لري چې تر دې دمه په کې څه باندې ۲۲۰۱۳ کسان مړه شوي دي.

د کروناویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي ایالت د ووهان په ښار کې خپور شوی.

XS
SM
MD
LG