د لاس رسي وړ اتصالات

شاوخوا ۱۶زره کسان د ځمکو په غصب کې لاس لري


چارواکي وايي ځيني ښارګوټي پر غصب شوو مځکو جوړ شوي
چارواکي وايي ځيني ښارګوټي پر غصب شوو مځکو جوړ شوي

د افغانستان د اراضي د خپلواکې ادارې چارواکي وايي، هغوی د ځمکو د غصب په تور د نږدې ۱۶زره کسانو پیژندنه کړې چې په دې هیواد کې یې ۱.۳ میلیون جریبه ځمکې غصب کړي دي.

د دې ادارې چارواکي وايي،یوشمیر قومي مشران او مخور، د اردو او پولیسو یو شمیر افسران او په کابل کې یو شمیر جګپوړي حکومتي چارواکي د ځمکو د غاصبینو څخه ملاتړ کوي.

د افغانستان د اراضي د خپلواکې ادارې رئیس جاوید پیکار نن په کابل کې د عدلیې وزارت لخوا او د ملګرو ملتونو په مرسته "د ځمکې غصب دې جرم وپیژندل شي" تر نوم لاندې په یو جوړ شوي یو ورځني ورکشاپ کې خبریالانو ته وویل، په ۱۳۹۱ لمریز کال کې د افغانستان د اراضي خپلواکې ادارې ته دنده سپارل شوې وه چې د ځمکو د غاصبینو د شهرت پیژندلو په اړه معلومات راټول کړي او زیاته یې کړه چې تر دې مهاله یې د ځمکو د غصب په تور د ۱۵۸۳۱ کسانو شهرت معلوم کړی دی.

هغه وویل "موږ د ټولو غاصبینو د نومو لېست راټول کړ، منظم ډیټابیس لرو او ډاډه یو چې دوی غاصبین دي."

ښاغلي پيکار وویل، له غصب شوو ځمکو څخه په ټولیزه توګه په څلورو برخو کې کار اخیستل شوی چې په زیاته برخه کې یې ښارونه جوړ شوي دي، په ځینو برخو کې یې د هستوګنې کورونه جوړ شوي، دغه راز د کرنې لپاره هم له غصب شوو ځمکو ګټه اخیستل شوې ده او بله برخه یې سوداګرۍ لپاره ګارول شوی ده.

"درې سوه او پينځه پنځوس ښارونه او د هستوګنې سیمې دي، اکثره لوی ښارونه چې پر غصب شوو ځمکو جوړ شوي دي په کابل، بلخ او ننګرهار ولایتونو کې موقعیت لري."

په افغانستان کې د ځمکو د غصب په اړه او د ځمکو غاصبینو ته سزا ورکولو په اړه تر اوسه کومه روښانه تګلاره جوړه شوې نه ده. د افغانستان د اراضي د ادارې رئیس هیله مندي وښوده چې نننی ورکشاپ سمه نتیجه ورکړي او د غاصبینو او ځمکو د غلو لپاره سزا وټاکل شي.

ښاغلي پیکار وویل هغوی دوه طرحې جوړې کړي چې په پيل کې ټولې غصب شوې ځمکې له غاصبینو څخه بیرته واخیستل شي او په دویم پړاو کې پلان لري چې په پينځوو کلونو کې خلکو ته د ځمکو د غصب په اړه عامه پوهاوی ورکړي او دغه دود له منځه یوسي.

په همدې توګه د ملګرو ملتونو د سرمنشي د استازي مرستیال مارک بوډن غونډې ته د ونیا پر مهال وویل په افغانستان کې غصب ځمکې له هر ډول خوندیتوب بې برخې دي او عام ولس ځمکو ته آسانه لاسرسی نه لري.

ښاغلي بوډن وویل، د ځمکو په غصب کې یو شمیر دولتي چارواکي هم لاس لري خو هغه د کوم چا نوم په ډاګه نکړ.

مارک بوډن زیاته کړه چې په تیر کې افغان حکومت د ځمکو د غصب په مخنیوي کې پاتې راغلی او و یې ویل حکومت دې په دې اړه په قانون کې اصلاحات راولي او د ځمکو غصب د یو جرم په توګه وپيژني.

هغه وویل "اړینه ده چې په دې برخه کې قانوني ګامونه پورته شي، او د ځمکو د استمعال لپاره دې قانوني کړنلاره جوړه شي، له دې پرته به د ځمکو د غصب لړۍ همداسې روانه وي او د افغانانو دا ارمان چې ځمکې به یې خوندي شي همداسې یو ارمان پاتې شي."

په افغانستان کې د ځمکو غصب له کلونو راهیسې یوه غټه ستونزه ده او عام خلک یې په اړه پراخې اندیښنې لري چې دغو اندیښنو ته په کتو ولسي جرګې په ۱۳۹۲ کال کې د لومړي ځل لپاره د دولتي او غیر دولتي ځمکو د غصب قانون په دریو فصلونو او ۱۷ مادو کې تصویب کړ.

په دغه قانون کې غټو غاصبینو ته د ۵ کلونو د بند سزا ټاکل شوې خو د هغو کسانو لپاره یې جدي سزا په پام کې نیولې نه ده چې د سرپناه د جوړولو لپاره یې ځمکه غصب او یا تصرف کړې وي.

XS
SM
MD
LG