د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل ښار د تېرې شپې اورلګېدنې ۳تنه مړه کړي‌ او ۴۶ټپیان دي


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مسؤلین وايي، د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې رامنځته شوې اورلګېدنه کې ۳ تنه مړه شوي او ۴۶ تنه ټپیان شوي‌ دي.

د روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار د جمعې په ورځ د «مرغومې ۱۴مه» امریکا غږ ته وویل چې په مړه شوو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

ښاغلي‌ مایار زیاته کړه چې د پېښې ټپیان د کابل ښار روغتونونو ته انتقال شوي چې د شپږو تنو روغتیايي حالت نازک دی.

کابل ښار کې د تېرې شپې اورلګېدنې سیمه
کابل ښار کې د تېرې شپې اورلګېدنې سیمه

تېره شپه څه باندې ۱۱ بجې د نهمې امنیتي حوزې اړوند عبدالحق څلورلارې کې په یوه پطرول پمپ کې تر درنو چاودنو وروسته اورلګېدنه رامنځته شوه.

په دغه اورلګېدنه کې په «کابل ټاور» کې چې د خلکو کورونه او دوکانونه هم پکې دي‌ اور لګېدنه رامنځته شوه.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي هم امریکا غږ ته وویل چې تېره شپه ۱۱ بجې او ۳۰ دقیقې لوموړی په احمدیار پطرول پمپ کې د ګازو زخېرې ته د ګاز اچولو پرمهال اورلګېدنه رامنځته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې تردامهاله د رامنځته شوي اورلګېدنې لامل معلوم نه دی خو زیاته یې کړه چې په دې اړه د دوی څېړنې روانې دي.

XS
SM
MD
LG