د لاس رسي وړ اتصالات

آیس بال، په افغانستان کې د اور وژنې نوی سیستم


آیس بال د اور وژنې یو پرمختللی سیستم دی. په دغه سیستم کې یو توپ چې ۱،۳ کیلو ګرامه وزن لري کارول کېږي.

کله چې یو ځای کې اور بل شي نو یاد ټوپ باید هلته مخکې له مخکې ځای پر ځای شوی وي یا د اور ځای ته ور واچول شي. توپ د اور رسېدو ۳ تر ۵ ثانیو وروسته چاودنه کوي. د چوېدو پر مهال یو ډول کیمیاوي مواد شاوخوا خپروي چې اور په ډېر کم وخت کې مړ کېږي. د توپ چاودنه (۱۲۰db) غږ خپروي.

یو خصوصي شرکت چې لمړی ځل لپاره یې افغانستان کې د آیس بال څانګه پرانیستلې وايي چې په یاد توپ کې داسې مواد کارول شوي چې یوازې اور مړ کوي او چاپېریال ته تاوان نه رسوي.

د آیس بال یا د توپ په واسطه د اور وژنې کاناډایي سیستم نن شنبه د چنګاښ ۱۶ (د جولای ۷) په کابل کې د ځينو چارواکو په ګډون پرانیستل شو.

د آیس بال په نامه د اور وژنې یو نوی سیستم
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:37 0:00

په افغانستان کې د آیس بال سیستم یو مسوول رحیم الله خوګیاڼي امریکا غږ ته وویل "د اور وژنې دا سیستم مو ځکه افغانستان ته راوړی دی چې خلکو ته اسانتیاوې برابرې شي. کله چې چېرې اور بل شي نو تر څو چې د اطفايي موټرونه د اور ځای ته رسېږي، خلکو ته ځينې وختونه ډېر ځاني او مالي تاوانونه رسيږي. خو زموږ دا سیستم ډېر چټک عمل کوي هم ارزانه دی او هم کارول یې ډېر اسانه دي."

د ښاغلي خوګیاڼي په وینا دا توپ پنځه ډول اور وژني: "لومړی د کاغذونو، رخت او پلاستیک اور، دویم د نفتو او تېلو اور، دریم د مایع ګازو اور، څلورم د برقي وسایلو اور او پنځم د پخلي غوړیو اور."

په عین حال کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مرستیال ښاغلی خان جان الکوزي رسنیو ته وویل چې افغانستان ته د دې سیستم راوړل ګټور دی: " په تېرو پنځو کلونو کې یوازې کابل ښار کې د اور لږېدنې، چاودنو او ورته پېښو له امله تقریبا ۲۵۰ میلونه ډالر زموږ خصوصي سکتور ته تاوان اوښتلې دی. که چېرته دغه وسایل موږ افغانستان ته راوړو نو د دې تاوانونو کچه به کمه شي. "

د افغانستان په ښارونو کې کله نا کله لوی سوداګریز مارکېټونه اور اخلي. دغه پېښې اکثره درانه مالي او ان ځاني تاوانونه هم اړوي.

دوه کاله مخکې د کابل ښار په میرویس میدان سيمه کې د اباسین ځدران په نامه یو لوی او دنګ مارکېټ کې اور بل شو. د راپورونو پر بنسټ دې پېښې کې یو تن و وژل شو او اووه تنه نور ټپیان شو. یادې پېښې خورا ډېر مالي تاوان هم افغان سوداګرو ته واړول.

تمې دي چې د آیس بال د اور وژنې د دې سیستم په کارولو سره په افغانستان کې د اور وژنې په برخې کې اسانتیاوي برابري شي.

XS
SM
MD
LG