د لاس رسي وړ اتصالات

د مولانا سمیع الحق اخیرۍ وینا


سمیع الحق په خپلې اخیرۍ وینا کې د خپلو پلویانو نه غوښتي و چې د سترې محکمې د پریکړې خلاف احتجاجونو ته دوام ورکړي.

د پاکستان یوې ویب پاڼې شمال نیوز په خپل فیس بک د پاکستان د جمعیت علما اسلام (سمیع الحق) او د اکوړه خټک د دارالعلوم حقانیه مدرسې د وژل شوي مشر مولانا سمیع الحق یوه وینا خپره کړیده چې هغه د وژل کیدو نه څو ساعته مخکې خپلو پلویانو ته کړیده

مولانا سمیع الحق پخپله وینا کې د پاکستان د هغو مظاهرو نه ملاتړ کړیدی چې د پاکستان یوې مذهبي (د بریلوي) ډلې د سترې محکمې د پریکړې ضد پیل کړې وی. دغه مظاهرې د یوې عیسویي ښځې اسیې بي بي دین ته د سپکاوې په قضیې کې د خوشي کولو نه وروسته پیل شوې وي او د پاکستان په مختلفو ښارونو کې وشوې.

په فیس بک د وینا خپرولو نه مخکې سمیع الحق د اسیې بي بي د پریکړې ضد مظاهره چیانو ته په خپله وینا کې په قاضیانو د "توهین رسالت" تور ولگاوه او هغوي یې د اساسي قانون نه یاغیان وبلل.

په پاکستان کې یو لیکوال سلمان علي په خپل ټویټر د سمیع الحق مظاهرهچیانو ته اخیرۍ وینا شریکړه کړیده چې پکې سمیع الحق په قاضیانو تور لگوي چې هغوي دین ته سپکاوی کړیدي.

سمیع الحق په خپله وینا کې وایي چې حکومت دې د اسیې بي بي د ازادیدو په پریکړې بیا نظر کتنه وکړي ځکه چې د هغه په قول "دغې پریکړې د ملک امن امان تباه کړیدي."

هغه په سترې محکمې تور لگولی دی چې "ځان ورته زیات مقدس ښکاری او د اسلام د پیغمبر سپکاوې یې وزغمو. د پاکستان سترې محکمې د غرب د فشار له کبله اسیه ازاده کړیده."

هغه په وینا کې خبردارې ورکړیدی چې داسې نه چې اسیه د ملک د باندې ولیږل شي.

په پاکستان کې یو بل خبریال یاسر لطیف په خپل ټویټر لیکلي "سمیع الحق په خپل ټول ژوندون او حتی په خپله اخیرۍ وینا کې هم خلک د وینو د تویدو لپاره وهڅول."

د یادونې وړ ده چې د سمیع الحق زوی د پاکستان ای آر وایي ټلویژن ته د هغه د وژل کیدو نه وروسته ویلي و چې پلار یې د سترې محکمې د پریکړې ضد مظاهرو کې د گډون لپاره اسلام اباد ته تللی و

XS
SM
MD
LG