د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو ستر ملاتړی مولانا سمیع الحق ووژل شو


د پاکستان مشهور مذهبي سیاستوال مولانا سمیع الحق چې د "طالبانو په معنوي پلار" مشهور و په یو برید کې ووژل شو.

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام (سمیع الحق) ډلې مشر او د اکوړه خټک د دارالعلوم حقانیه مدرسې مشر مولانا سمیع الحق د پاکستان د راولپنډۍ په ښار کې په یو برید کې وژل شوی دی.

خو د مولانا سمیع الحق ځوی مولانا حمیدالحق رسنیو ته ویلي دي چې پلار یې په خپل کور کې په بستره کې وژل شوی دی.

په پېښور کې د جمعیت (س) ډلې مشر مولانا حصیم هم د سمیع الحق وژنه تایید کړې ده.

په پاکستان کې مطبوعاتو ویلي چې مولانا سمیع الحق د پینډۍ په ښار کې په موټر کې روان وو، چې پر موټرسایکل سپرو کسانو پرې ډزې وکړې او روغتون ته پر لاره یې ساه ورکړه.

د طالبانو غبرګون:

افغان طالبانو په یوې اعلامیې کې د سمیع الحق په مړینه غمرازي ښودلې او د هغه وژل کیدل یې د پاکستان ولس ته "ستره ضایع" ګڼلې. د طالبانو په اعلامیې کې ویل شوي چې سمیع الحق "د اسلام دښمنانو" وژلی خو دا یې ندي ویلي چې دا کار چا کړی.

د پاکستان د پوځ د ویاند غبرګون:

د پاکستان پوځ د مذهبي او سیاسي مشر مولانا سمیع الحق وژنه په کلکو ټکو غندي او د مرحوم کورنۍ ته د غمشریکۍ او خواخوږۍ مراتب وړاندې کوي.​

مولانا سميع الحق د دفاع پاکستان کونسل مشري هم کوله. د هغه په ديني مدرسه کې د طالبانو د پخواني مشر ملا اختر محمد منصور په ګډون، په سلګونو افغان طالبانو زده کړې کړې دي او له همدې کبله سميع الحق ته د طالبانو روحاني پلار ويل کيږي.

مولانا سمیع الحق په افغانستان کې د طالبانو د روان جنګ کلک ملاتړی و او تیر کال یې په اسلام اباد کې یو خبري کنفرانس ته ویلي وو چې د دوی په سیاسي اتحاد کې شاملې ډلې په افغانستان کې د امریکایانو پرضد په جګړه بوختې دي.

د افغانستان حکومت په وار وار دا خبره کړې ده چې د پاکستان په مدرسو کې افغانانو او نورو ته "افراطیت" ښودل کیږي او بیا له هغه ځای نه افغانستان ته د جنګ لپاره استول کیږي، خو پاکستاني چارواکي دا تورونه نه مني.

۸۱ کلن مولانا سمیع الحق د ۱۹۳۷م کال په دسمبر کې د پښتونخوا په اکوړه خټک کې زېږېدلی و او ټاکل شوې ده چې مړی به یې هم پخپله پلارنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شي.

XS
SM
MD
LG