د لاس رسي وړ اتصالات

د فراه اوسیدونکی: د پولیو واکسیناتورانو ته د کور په کور د ګرځېدو اجازه غواړو


د فراه د ګوزڼ نوې پیښې، د دې ناروغۍ د بیا خپرېدو ویره خوره کړي او د دی ولایت اوسېدونکي د دولت پر وسله والو مخالفینو غږ کوي چې د پولیو واکسین ګرځنده کمپاینونو ته د کور په کور ګرځېدو اجازه ورکړي.

د فراه د عامې روغتیا رئیس ډاګټر عبدالجبار شایق د دې ولایت اوسیدونکو نه غواړي چې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ لمن د پراخیدو مخنېوي لپاره خپل تر پنځو کلونو ښکته ماشومان واکسین کړي. هغه د دولت پر وسله والو مخالفانو غږ کوي، چې په ولسوالیو کې د پولیو واکسین ګرځنده کمپاینونو ته د کور په کور ګرځېدو اجازه ورکړي.

ښاغلی شایق وایي: "زما غوښتنه د ټولو قومي مشرانو، مخورو، دیني عالمانو، وسله والو مخالفینو، دولتي مسوولینو او خلکو څخه داده چې د پولیو واکسین تطبیق په اړه زموږ سره همکار اوسې، تر څو هیڅ تر پنځو کولو ښکته ماشوم د پولیو واکسین څخه بي برخي پاتي نشي."

د فراه ولایت مدني فعالین بیا د سیمې خلکو څخه غواړي، چې د پولیو واکسین ګرځنده کمپاینونو د بیا فعالیت لپاره باید د سیمې اوسېدونکي د دولت وسله والو مخالفینو او د حکومت اړونده چارواکو سره خبرې وکړي، تر څو دا ستونزه حل شي.

د فراه مدني فعال عبدالرحمن ژوندۍ وایي: "زه د یو ځوان او مدنۍ فعال په توګه د فراه له خلکو څخه هېله لرم چې یوازې دي د دوو خواوو مسوولینو ته په تمه نه پاتیږي، بلکه دوی خپله دې د دولت وسله والو مخالفینو سره د واکسین په اړه خبرې وکړي، دوی دې له دولتي مسوولینو سره خبري وکړي، تر د پولیو واکسین ستونزه حل شي".

د فراه اوسېدونکي بیا د دې ولایت په نا امنه او لیرې پرتو ولسوالیو کې د پولیو واکسین ګرځنده کمپاینونو د بیا پیل غوښتونکي دي. دوی وایي د پولیو واکسین د ماشومانو او ټولو تر پنځو کولو کوچنیو ماشومانو لپاره ډیر اړین او ضروری دی. د دوی په اند د فراه ولس باید د پولیو د واکسین ټیمونو ملاتړ وکړي، تر څو بیرته د پولیو واکسین کمپاین را ژوندۍ شي.

‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍ د روان ۲۰۱۹ عیسوي کال له پیل راهیسې په افغانستان د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ د پیښو شمیر ۲۶ ته ورسید، چې نهه پیښې په ارزګان، بنځه پیښې په هلمند، پنځه پیښې په کندهار، دوه پیښې په پکتیکا، یوه پیښه په کونړ، يوه پیښه په ننګرهار، يوه پیښه په بادغیس، يوه پیښه په بغلان او يوه پیښه هم په فراه ولایت کې ثبت شوې ده.

XS
SM
MD
LG