د لاس رسي وړ اتصالات

نامتو قانون پوه لطیف افریدی په پیښور کې ووژل شو


د راپورنو له مخې د پاکستان د خیبرپښتونخوا نامتو قانونپوه او د سترې محکمې د وکيلانو ټولنې پخوانی مشر عبداللطیف افریدی په پېښور کې په یو وسله وال برید کې وژل شوی دی.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف نن دوشنبه جنورۍ ۱۶ (لېندۍ ۲۶) پر خپل ټویټر پاڼه د هغه د مرګ خبر تائید کړی، خواشیني یې څرګنده کړې او د هغه له کورنۍ سره یې غمرازي کړې ده.

شهباز شریف د عبداللطیف افریدي وژنې ته په اشارې د خیبرپښتونخوا امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ بللی او له ځايي حکومت څخه یې په دې اړه د اقداماتو غوښتنه کړې.

ويل کيږي چې لطيف افريدي نن د خيبر پښتونخوا ايالت د پېښور ايالاتي محکمه کې په ډزو وژل شوى دى. هغه د خیبر پښتونخوا د تیرا سیمي اوسېدونکی و.

XS
SM
MD
LG