د لاس رسي وړ اتصالات

لاوروف: پر اوکراین یرغل د روسیې ټولنه 'تصفیه' کړې ده


د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د پنجشنبې په ورځ جنوري ۱۸ (مرغومي ۲۸) وویل چې پر اوکراین د مسکو یرغل د روسیې ټولنه "تصفیه" کړې، په زرګونه خلک له دې هیواد څخه تښتېدلي او یا د جګړې له پیلیدو راهیسې په زندان کې اچول شوي دي.

وروسته له هغه چې کرملین د ۲۰۲۲ په فبرورۍ کې اوکراین ته د سرتیرو د استولو امر وکړ، په مسکو کې چارواکو په مکرر ډول هغه روسان "غداران" بللي چې په سیاسي دلایلو او یا د اوکراین جګړې ته د لیږل کېدو له ویرې تښتېدلي دي.

لاوروف په یو خبري کنفرانس کې وویل: "دغو ځانګړيو پوځي عملیاتو زموږ ټولنه په بې سارې توګه متحده کړې او د هغو خلکو په پاکولو کې یې مرسته کړې چې فکر نه کوي د روسیې له تاریخ او کلتور سره تړاو لري... چې ځینې یې وتلي، ځینې پاتې شوي خو فکر یې پیل کړی دی."

په لسګونو زره روسانو پر اوکراین له یرغل وروسته د احتجاج په ډول هیواد پریښود، په زرګونو نور وروسته له هغه له روسیې ووتل چې کرملین اعلان وکړ چې په سلهاو زره روسي نارینه به جګړې ته سوق کړي.

د جګړې د منتقدینو پر وړاندې مسکو په پراخو اقداماتو لاس پورې کړی، پر پوځي کمپاین یې انتقاد کول منع کړي او په زرګونو هغه کسان یې مجازات کړي چې په عامه توګه یې پر اوکراین یرغل غندلی دی.

دا لومړی ځل نه دی چې د روسیې مشرتابه د روسیې د ټولنې تصفیه کېدو ته اشاره کوي، او وړاندې یې ادعا کړې چې "له نازي مفکورې" څخه به د اوکراین ټولنه پاکه کړي.

د ۲۰۲۲ په مارچ کې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل: "زه ډاډه یم چې د ټولنې دا ډول تصفیه اړینه ده او دا به زموږ هیواد پیاوړی کړي."

پوتین زیاته کړه: "د روسیې خلک د ریښتیني وطنپالانو او غدارانو ترمنځ توپیر کولی شي او د هغه مچ په څیر به یې توی کړي چې په ناڅاپي ډول د سړي خولې ته ننوځي."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG