د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې د سرتیرو ګمارلو نوی کمپاین پیل کړی


د روسیې دفاع وزارت د ټولنیزو کمپاین تر‌څنګه، ددغه هېواد په واټونو کې د بلبورډنو له لارې هم پوځ سره د نویو سرتیرو د یوځای کېدو کمپاین په پیل کړی دی.
د روسیې دفاع وزارت د ټولنیزو کمپاین تر‌څنګه، ددغه هېواد په واټونو کې د بلبورډنو له لارې هم پوځ سره د نویو سرتیرو د یوځای کېدو کمپاین په پیل کړی دی.

د روسیې ددفاع وزارت ددغه هېواد په پوځ کې د نویو سرتیرو د ګمارلو په موخه د ټولنیزو رسنیو له لارې یو پراخ کمپاین پیل کړی دی. په هغه ويډیو کې چې د روسیې دفاع وزارت خپره کړې او په ټولنیزو رسنیو کې ډېر ځلې لاس په لاس شوې ده، ویل کیږي چې "ایا دغه هیله مو درلودله چې د هېواد ريښتنې ساتونکي شي؟"

د مسکو له خوا د نویو سرتیرو د ګمارلو دغه کمپاین په داسې حال کې ترسره کیږی چې اوکرایني ځواکونه ددغه هېواد په ختیځ کې له څو میاشتو خونړیو نښتو وروسته د روسیې د ځوابي برید لپاره چمتووالی نیسي.

د روسیې دفاع وزارت د ټولنیزو کمپاین تر‌څنګه، ددغه هېواد په واټونو کې د بلبورډنو له لارې هم پوځ سره د نویو سرتیرو د یوځای کېدو کمپاین په پیل کړی دی. په یوه بلبورډ کې لیکل شوي دي: "له ویاړه ډکه دنده او ښه تنخواه."

وروسته له هغه چې روسیه د اوکرایني ځواکونو پر وړاندې په جګړه کې په ډېرو جبهو کې شاتګ ته اړ شوه، تیر سپتمبر د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین په دغه هېواد کې د نویو ځواکونو د عمومي تحرک غوښتنه وکړه. دا تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته، لومړی ځل و چې په روسیې کې د نویو ځواکونو تحرک پیل شو، هغه څه چې په روسانو کې د ویرې یوه څپه خپره کړه او لسګونه زره یې تیښتې ته وهڅول.

د جمور رئیس پوتین له خوا ددغه اعلان وروسته، په روسيې کې پراخه مظاهرې وشوې او نږدې ۲۰۰۰ کسان د پولسیو له خوا ونیول شول.‌ ددې برسیره لسګونه زره روسان بهرنیو هېوادونو لکه ګرجستان، ارمنستان او قزاقستان ته چې روسي اتباع له ویزې پرته ورتلای شي، وتښتیدل.

د پوځي چارو شنونکې وايي، مسکو د نویو ځواکونو د عمومي تحرک لومړی غوښتنه چې د روسانو په منځ کې ویره رامنځته کړې وه، دا ځل نه غواړي د نویو ځواکونو د تحرک دوېم کمپاین اعلان کړي. پر ځای یې په ټولنیزو رسنیو کې د لوړو تنخواو په ژمنې سره د نویو سرتیرو د ګمارولو د اعلانونو لوی کمپاین غوره کړی.


د ۴۰۰ زره رضاکارو پوځیانو ګمارل

که څه هم روسي چارواکو د ټولنیزو رسنیو له دغه کمپاین څخه خپل هدف نه دی په ډاګه کړی، خو بېلابېل اټکلونه وايي چې مسکو ښايي له دې لارې د ۴۰۰ زره رضاکارانو د ګمارلو هڅه وکړي.

د بریتانیا پوځي استخباراتو پدې اونۍ کې وویل: "روسي چارواکي له دغه کمپاینونو څخه خپله موخه نه دی په ډاګه کړی، خو د اټکلونو له مخې ویل کیږي چې روسیه له یوې خوا هڅه کوي چې د امکان تر بریده هر ډول په زوره او ښکاره ګمارل تر ممکنه وخته پوري وځنډوي،‌ له بلې خوا ددې په لټه کې دی چې کورنی اختلاف کم کړي."

هغه نوي کسان چې د روسیې د دفاع وزارت سره د سربازۍ د خدمت نوی تړون لاسلیک کوي، لږ تر لږه ۲۰۴ زره روبل (۲۴۵۰ډالر) میاشتني معاش ژمنه کیږي.

په دې اړه د مسکو د ښاروالۍ په ویب پاڼه کې ویل شوي دي چې نویو سرتیرو ته به "لږ تر لږه ۲۰۴ زره روسي روبله" د "ځانګړي نظامي عملیاتو په زون" کې هغه رسمي اصطلاح چې روسیه یې په اوکراین کې د پوځی یرغل لپاره کاروي، ورکړل شي.

ویب پاڼه کې وړاندې لیکل شوي دي، هغه کسانو ته چې په بریدونو کې برخه اخلي د ورځې ۸ زره روبله (شاوخوا ۱۰۰ ډالره) او د دښمن د وسلو او پوځي تجهیزاتو نیولو یا ویجاړولو لپاره د لږ تر لږه ۵۰ زره روبله (شاوخوا ۶۱۵ ډالر) ژمنه ورکول کیږي.

د سویلي ولګوګراد ښار څخه ۲۱ کلن پیوټر لیپکا ، د فرانسې خبرې آژانس ته وویل: "په روسیه کې دا ستاسو د کورنۍ او حتی ستاسو د میندو د ملاتړ لپاره یوه ښه اندازه پیسې ديدی."

هغه زیاته کړه چې دا منطقي ده چې که یو‌ څوک د خپل هېواد څخه ساتنه کوي، نو ولې تنخواه وانخلي؟ ددې پرځای چې په زوره پوځ ته د خدمت لپاره وغوښتل شي، دا غوره لاره ده چې یو تړون لاسلیک کړی.

په ورته وخت کې جمهور رئیس پوتین، د اپریل میاشتې په نیمايي کې داسې یوه لایحه لاسلیک کړه چې روسي چارواکو ته اجازه ورکوي چې نویو او د احتیاط دورې سرتیرو ته جلب په الکترونیکي‌ بڼه ولیږي.‌

د نوي قانون پر بنسټ، هغه کسان چې د مکلفیت د خدمت لپاره یې نوم لیکنه وکړي، د مسافرت حق نلري او هر کله چې په الکترونیکي بڼه جلب ورته لیږل کیږي، نو هغه کس مکلف دی چې د جلب او جذب مرکز ته مراجعه وکړي.‌

په روسیې کې د سربازۍ اجباري‌ دوره د نارینه لپاره د ۱۸ او ۲۷ کلونو ترمنځ ده او په شرایطو برابر کسانو ته دغه جلب په کال کې دوه ځلې لیږل کیږي.‌

د تیر سپتمبر میاشتې کې د نویو ځواکونو د عمومي تحرک تر غوښتنې وروسته، روسي چارواکو دا ومنله چې پوځی خدمت ته د ورغوښتل شويو کسانو په غوراوي کې تیروتنې شوي دي.

همدا راز قومي لږکۍ او د کلیوالي سیمو اوسیدونکې ناراضه دي، ځکه د روسي ښاریانو په پرتله، د دوی ګڼ شمېر د سربازۍ دندې سوق شوي دي.‌

جمهور رئیس پوتین هم د
نویو ځواکونو د عمومي تیر تحرک غوښته کې ستونزې منلي‌ دي. نوموړي‌ په دې اړه وویل چې، د دغه ستونزو څخه مخنیوی ناشونې وو، خو زیاته یې کړه چې د روسي وسله والو ځواکونو د پراختیا په لاره کې سمون ته اړتیا لیدل کیږي.‌

XS
SM
MD
LG