د لاس رسي وړ اتصالات

بابر اعظم:‌ له ویرات کوهلي مې ډیر څه زده کړي دي

د پاکستان د کرکټ د ملي ټیم کپتان بابر اعظم
د پاکستان د کرکټ د ملي ټیم کپتان بابر اعظم

د پاکستان د کرکټ د ملي ټیم کپتان بابر اعظم وايي د هند د کرکټ د وتلي لوبغاړي ویرات کوهلي یې د لوبې د پیل په لومړیو کلونو کې ډیر څه زده کړي دي.

د اسیا جام په لړ کې هند او پاکستان د شنبې په ورځ سپتمر دویمه (وږي ۱۱) په سري لانکا کې مخامخ کیږي.

په کرکټ کې د پاکستان او هند د سختې سیالۍ سره سره، ویرات کوهلي او بابر اعظم څو څو ځله د یو بل ستاینه کړې ده. ۲۸ کلن بابر اعظم د نړیوالو یو ورځنیو لوبو په درجه بندۍ کې لومړی مقام لري.

له هغه وپوښتل شول چې آیا په توپ وهونه کې تر کوهلي تکړه دی، نوموړي وویل: "زه په دې بحث تبصره نشم کولی. راځئ چې دا [مینه والو] ته پریږدو... بايد متقابل احترام ولرو. هغه تر ما مشر دی او زه ورته درناوی کوم. ما له هغه څخه ډېر څه زده کړي دي... ما مخکې هم ویلي چې [د نړیوال] کرکټ په پیل کې مې ورسره خبرې کړي او دې کار له ما سره ډیره مرسته کړې ده."

بابر اعظم ددې خبرو جزیات په ډاګه نه کړل.

د هند او پاکستان له لوبې یوه ورځ وړاندې کوهلي د تمرین په میدان کې له پاکستاني لوبغاړو سره یو ځای لیدل شوي. خپرې شوې ویډیوګانې کوهلي ښيي چې د پاکستان تیز توپ اچوونکي حارث رؤف ته غېږ ورکوي.

پاکستان د اسیا جام کې د نیپال څخه د خپلې لومړنۍ لوبې له ګټلو وروسته د هند سره د سیالۍ دپاره لوبډله اعلان کړې ده.

د هند سره د لوبې دپاره د پاکستان لوبډله: بابر اعظم (کپتان)، شاداب خان، محمد رضوان، فخر زمان، امام الحق، سلمان علي اغا، افتخار احمد، محمد نواز، حارث رؤف، نسیم شاه، شاهین شاه افریدي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG