له هغه وروسته چې د لیبیا د بن ولید ښار د تسلیمیدو پر سر خبرې ناکامې شوې د لیبیا د انتقالي شورا ځواکونه پر دې ښار د برید لپاره چمتو ښکاري. خو د سیرت د ښار د تسلیمیدو لپاره لا هم خبرې روانې دي.
له قذافي سره د چینايي کمپنیو اړیکه
یوه کاناډايي ورځپاڼه وايي چې داسي اسنادونه یې ترلاسه کړي دي چې ښيي چینايي کمپنیو د جولای په میاشت کې معمر قذافي ته د ۲ سوو میلیونو ډالرو وسلو د خرڅولو وړاندیز کړی دی.
د امریکا د نیویارک ټایمز او د کاناډا د ټورنټو ګلوب ورځپاڼو د لیبیا د ملي انتقالي شورا د غړو له خولې لیکلي چې دغه اسناد موثق دي. خو کله چې د رویټرس خبري اژانس په برسلز کې د ناټو د یوه ویاند نه د موضوع په هکله پوښتنه وکړه نو هغه شک څرګند کړ.
دغه اسناد چې په خځلو کې پیدا شوي دي او په کښی ویل شوي چې چینايي کمپنیو د قذافي پر حکومت د راکټ لانچرونو، د ټانک ضد میزایلو او هوايي توغندیو د خرڅولو وړاندیز کړی دی.
د وسلو دغه راز وړاندیز د ملګرو ملتونو د بندیزونه پرخلاف اقدام دی او چین وايي چې دا کار نه کوي.
په عین حال کې د چین د باندنیو چارو د وزارت ویاند نن د دوشنبې په ورځ وویل چې د چین د وسلو کمپنۍ د جولای په میاشت کې د لیبیا د مشر قذافي سره کتلي دي تر څو پر قذافي باندي وسلې خرڅې کړي خو هغه وویل چې د دې لیدو کاتو نه د چین حکومت هیڅ خبر نه و او کمپینو پر قذافي باندي هیڅ ډول وسلې نه دي خرڅې کړي.