د لاس رسي وړ اتصالات

بانکي مون لیبیا ته تللی


بانکي مون لیبیا ته تللی
بانکي مون لیبیا ته تللی

د ملګروملتونوعمومی منشی بان کیمون د لیبیا د لیدنې کتنې دپاره چې د سفر اعلان یې مخکی نه وشوی طرابلس ته رسیدلی.

ښاغلي بان کیمون په لیبیا کې د پاڅون راهیسې چه قذافي پکښې لیرې کړی شو، په اول ځل لیبیا ته سفر کړیدی.

ښاغلی بان کیمون د چارشنبې په ورځ تریپولی ته ورسیده.

د هغه دفتروویل چه ښاغلی بان کیمون به د لیبیا نه د بیرته روانیدو نه مخکی د لیبیا د واکمنی ملی انتقالی شورا ، او دمدني ټولنو د نمایندګانو سره وګوري.

د لیبیا ملی انتقالی شورا، پرون ناوخته ، ال کیب خپل نوی موقتی صدراعظم وټاکه. د انجنیرۍ دغه پروفیسر چه په امریکا کی یی تحصیل کړیدی ، وویل دده د موقتی حکومت یو مهم کار به د بشری حقوقو درناوی ، او په ملک کی ازادوانتخاباتو ته چه په راتکونکی کال کی وشی، تیاری نیول وی.

د بشرې حقوقو ډلو د قذافی د پلوی ډلو سره ،د انتقالی شورا د جنګیالیو اود افریقایی مهاجرو سره ، د سلوک په باره کی اندیښنه ښودلی ده.

انتظار کیږی چه د ملګروملتونو عمومی منشی نن وروسته د فرانسی د کننز ښار ته ورسیږی او د اقتصادی قدرتونو شل کسیزی ډلی په عالی غونډه کی ګډون وکړی.

XS
SM
MD
LG