د لاس رسي وړ اتصالات

د لیبیا تازه حال


د لیبیا تازه حال
د لیبیا تازه حال

د لیبیا د ( اجدابیه ) په ښارګوټي کي چي ائتلافي قواو د قدافي په طرفدارو قواو باندې هوایي حملې وکړې او یاغیانو ددې ښار کنټرول بیا ترلاسه کړ، د هغوي له خوا د خوښیو جشنونه پیل شوي دي.

یاغي جنګیالیو او ملکي خلکو نن د شنبې په ورځ په دې ستراتیژیک ښارګوټي کي چي د یاغیانو د اصلي مورچل ( بن غازي ) نه ١٦٠ کیلو متره لیري پروت دی، د ټانکونو په سرونو باندي نڅاګاني او هوایي ډزې کولې او د موټرو هارنونه یې وهل.

عیني شاهدان وایي چي دوي د حکومتي عسکرو څه دپاسه دولس مړي لیدلي دي.

له بلي خوا د رویترز خبري آژانس د یاغیانو د یوه نطاق له قوله ویلي دي چي ائتلافي قواو د ( میسراتې ) د ښار په اطرافو کي نوي هوایي حملې پیل کړي دي.

XS
SM
MD
LG