د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان په سند ایالت کې په یوه شپه ١٨ ځلې تندر لویدلی


د پاکستان د سند ایالت د تار دښتې د سیمې پولیس وایي د پنجشنبې په شپه پدې سیمه کې ١٨ ځلې تندر لویدلی چې په نتیجه کې یې ١٨ تنه وژل شوي او یو شمیر ټپیان شوي دي چې د پولیسو په وینا دا ډول وژنې بیسارې دي.

د رپوټونو له مخې پرله پسې بارانونو چې بریښناو ورسره مل وو په څو کلیو کې غوغا رامنځ ته کړه او په لسگونو کورونه یې وران کړل.

د هواپیژندنې اداره وایي ښایي دغه غیر عادي بارانونه د چاپیریال د بدلون سره تړاو ولري.

د سیمې د پولیسو مشر عبدالله احمد فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې "تر اوسه مو زمونږ د ولسوالۍ په مختلفو ځایونو کې د ١٨ تنو د وژل کیدو خبر ترلاسه کړی دی". دغه سیمه د سند ایالت په جنوب کې په ٢٢ زره کیلومتره مربع ساحه کې پرته ده.

د تار دښتې سیمه د هند سره په پوله پرته ده چې د پاکستان د فقیرو سیمو څخه گڼل کیږي او تر ډیره یې ژوند په موسمي بارانونو پورې تړلی دی.

خو د کراچۍ ښار د هوا پیژندنې د ادارې یو لوړپوړي مامور ډاکتر سید سرفراز په وینا د نومبر په میاشت کې دغه ډول سخت باران او پرله پسې سختې بریښناوی "غیرعادي" دي.

مقاماتو ویلي چې په لسگونو خیمې او یو شمیر کمپلې له کراچۍ څخه دغه مصیبت ځپلې سیمې ته استول شوي دي.

XS
SM
MD
LG