د لاس رسي وړ اتصالات

لتوانیا افغان ژباړونکو ته پنا ورکوي


د افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د نیټې د اعلان نه وروسته افغان ژباړونکو د خوندیتوب په هکله اندیښنې څرګندې کړې.
د افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د نیټې د اعلان نه وروسته افغان ژباړونکو د خوندیتوب په هکله اندیښنې څرګندې کړې.

د لتوانیا حکومت ویلي چې هغو لسګونو افغانانو ته پنا ورکوي چې په افغانستان کې یې د نړیوالو ځواکونو سره د ژباړونکو په توګه کار کړی او د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته یې ژوند په افغانستان کې د خطر سره مخامخ وي.

د لتوانیا صدراعظمې انګریدا سیمونیتي د فرانس پریس خبري اژانس ته وویل، " دا هغه کسان دي چې زمونږ د ځواکونو سره یې مرسته کړې. هغوي سره مرسته زمونږ د هیواد لپاره ویاړ دی. "

لتوانیا د ناټو غړی هیواد دی او د بهرنیو چارو وزارت یې دا پریکړه "پر ځای او مسؤلانه" بللې.

د افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د بهیر د پیل نه وړاندې د لتوانیا ۲۵ عسکر په افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ په چوکاټ کې دیره و.

د فرانس پریس د خبري اژانس د راپور پر اساس، ۱۲ افغان ژباړونکو په همدې اوونۍ کې لتوانیا ته لیکونه استولي وو او پکې یې ویلي وو چې د دې هیواد د ځواکونو سره یې په ۲۰۱۳ کال کې د غور په ولایت کې دنده کړې او د پنا اخیستو لپاره غوښتنه یې د مرګ او ژوند موضوع ده.

بل پلو بیا د لتوانیا د دفاع وزیر ارویدا انوساسکاس ویلي هڅه کوي معلومه کړي آیا په ریښتیا دې کسانو په افغانستان کې د لتوانیا د عسکرو سره کار کړی که نه.

دغه افغان ژباړونکي ادعا لري چې د دندې پر مهال د سیمې د خلکو او ځایي چارواکو نه معلومات تر لاسه کړي، په استخباراتي غونډو او آن دا چې د طالبانو پر ضد په پوځي عملیاتو کې یې هم برخه اخیستې.

هغوي خبرداری ورکړی چې د طالبانو د بیرته راتګ نه وروسته به د هغوي لومړنی هدف هماغه کسان وي چې په افغانستان کې یې د بهرنیو ځواکونو سره کار کړی وي.

طالبانو په یوې اعلامیې کې هغو افغانانو ته چې په تیرو شلو کالونو کې یې د بهرینو ځواکونو سره کار کړی، ویلي چې افغانستان دې نه پریږدي او دوي ورسر کار نلري.

افغان ژباړونکي او هغوي چې د بهرنیو ځواکونو سره یې کار کړی، بیا وایي چې د طالبانو په ژمنو باور نلري او که فرصت ورته برابر شي ښایي دا کسان به ووژني.

لتوانیا پداسې حال کې د افغان ژباړونکو د پنا خبرې کوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې د هغو افغانانو لپاره یې د ځانګړو ویزو د ورکړې بهیر چټک کړی چې په افغانستان کې یې د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو او یا د امریکا د حکومت لپاره کار کړی وي.

د امریکا د کانګریس یو شمیر غړیو بیا ویلي وو چې د ځانګړو ویزو د ورکړې بهیر اوږد دی او تر څو چې د افغان ژباړونکو په غوښتنلیکونو کار کیږي، باید هغوي یو دریم هیواد ته ولیږدول شي چې ژوند یې خوندي وي.

XS
SM
MD
LG