د لاس رسي وړ اتصالات

بدخشان کې د ماین چاودنې ۱۱ محلي پولیس وژلي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د بدخشان امنیتي چارواکي وايي په «خاش» ولسوالۍ کې د یو قوماندان په ګډون ۱۱ محلي پولیس د سړک غاړې ماین چاودنه کې وژل شوي دي.

د بدخشان د پولیسو ویاند ثناءالله روحاني نن شنبه جون شپږمه(غبرګولې۱۷) امریکا غږ ته وویل چې د مزاري په نوم د محلي پولیسو قوماندان تیره شپه له خپلو نورو پولیسو سره د طالبانو تر برید لاندې پولسو ته د کمک لپاره روان وو چې چاودنه پرې شوې.

هغه زیاته کړه: "بدبختانه د محلي پولیسو قوماندان مزاري باندې د سړک غاړ ماین چادنه شوې او له خپل پرسونل سره چې۱۱ تنه وژل کیږي."

د بدخشان د پولیسو ویاند وايي چې د طالبانو د برید پرمهال د «خاش» ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال حمیدالله له خپلو دوو وسله والو سره هم وژل شوی دی.

نوموړي وویل: "د شپې یوه بجه د خاش ولسوالۍ په درخان سیمه کې جګړه رامنځته شوه د حمیدالله په نوم د طالبانو ولسوال ووژل شو."

طالبانو تر دامهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

دغه پېښه داسې مهال کیږي چې د افغان حکومت په ګډون ګڼو هیوادونو له وسله والو طالبانو څخه د تاوتریخوالي کمولو غوښتنه کړې ده.

تیره ورځ هم د طالبانو لخوا په وسله وال برید او ماین چاودنه کې په زابل ولایت کې لس پولیس ووژل شول او یو شمېر نور ټپیان شول.

XS
SM
MD
LG