د لاس رسي وړ اتصالات

لیونل میسي د شپږم ځل لپاره د سرو زرو توپ ترلاسه کړ


۳۲ کلن میسي د نړۍ په هغو فوټبالرانو لیست کې دی چې تر ټولو ډېر عاید لري. 
۳۲ کلن میسي د نړۍ په هغو فوټبالرانو لیست کې دی چې تر ټولو ډېر عاید لري. 

ارجنټایني غوره ګول وهونکي فوټبالر لیونل میسي چې د هسپانیا بارسلونا لوبډلې ته لوبه کوي د شپږم ځل لپاره د سرو زرو توپ وګټه.

د ۲۰۱۹ کال دغه توپ ته د میسي په شمول درې غوره فوټبالران د ایونتوس لوبډلې لوبغاړی کریستیانو رونالډو او د لیورپول لوبډلې ویرګل وان داک هم نوماندان ول چې میسي له دواړو مخکې شو.

له دې مخکې میسي او رونالډو دواړه هغه لوبغاړي ول، چې هر یو پنځه د سرو زرو توپونه درلوده خو په دې بریا اوس مهال د فوټبال په تاریخ کې میسي یواځینی لوبغاړی دی چې شپږم توپ ترلاسه کوي.

میسي تر ټولو ډېر پنځه د سرو زرو بوټان هم ګټلي، چې پر دې اساس دواړه ریکارډونه اوس مهال د ده په نوم دي.

مسیي د هسپانیا په لالیګا لیګ کې تر اوسه تر ټولو ډېر ۴۲۷ ګولونه وهلي دي.

هغه خپلې ملي لوبډلې ته هم تر ټول ډېر ۶۸ نړیوال ګولونه ترسره کړي دي.

میسي خپل مسلکي لوبې د ۲۰۰۴ کال را په دې خوا بارسلونا لوبډلې سره پیل کړي چې تر اوسه یې خپلې لوبډلې ته تر ۳۰ کپونه ګټلي.

په ګټل شویو کپونو کې ۱۰ د لالیګا اتلولي، ۴ د چمپین لیګ اتلولي او ۸ د اسپانیا سوپر کپ اتلولي شامل دي.

۳۲ کلن مسیي د نړۍ په هغو فوټبالرانو لیست کې دی چې تر ټولو ډېر عاید لري.

د رپوټونو پر اساس هغه په ۲۰۱۵ کال کې ۸۴ میلیونه ډالر ترلاسه کړي دي.

د سرو زرو توپ جایزه له ۱۹۵۶ کال راهیسې هر کال د فیفا یا هم د فرانسې فوټبال په نوم فرانسوۍ مجلې له خوا غوره فوټبالرانو ته ورکول کیږي.

XS
SM
MD
LG