دا مهمه نه ده چې له چا سره مینه کوی؛ له مور، پلار، مېړه، خور، ورور او یا هم خپلې معشوقې او معشوق سره، خو دا مهمه ده چې عشق د زړه په سلامتیا کې مهم رول لري.
یوې نوې څېړونې ښودلې چې د مینانو او عاشقانو زړونه داسې خوښۍ بخښوونکي هورمونونه تولیدوي چې د وجود په ټولو برخو مثبت اغیز شېندي.
د هغو خلکو لیدل چې ستاسو خوښیږي، ستاسو په وجود کې د دوپامین، ادرنالین او ناراپینفرین هورمونونه تولیدوي چې ورسره د زړه ټکانونه او درزا زیاتیږي. د زړه درزا او ټکانونه زړه قوي کوي چې وجود ته په اغیزناک ډول وینه ولېږدوي.
د متحدو ایالتونو صحي ژورنال په نوي خپاره شوي تحقیق کې راغلي دي چې د خپلو عاشقانو، معشوقانو او هغو کسانو چې تاسو ورسره له زړه مینه لری، په غېږ کې نیول د وینې د فشار د کموالي لامل کیږي.
د امریکا د شمالي کارولینا د پوهنتون څېړونکو هم موندلې چې د عاشقانو ناسته ولاړه په بدن کې د اوکسیتوسین هورمون تولیدوي. د اوکسیتوسین هورمون د انسان د خوشحالۍ سبب کیږي او هغه هورمونونه چې خپګان، غم او اضطراب زېږوي، کموي.
د بشري اړیکو په ژورنال کې په خپاره شوي تحقیق کې ویل شوي دي چې مینه او عاشقي د ویني کولسترول کموي.
د وینې د کولسترول کموالی د زړه په سلامتیا کې مهم رول لري او د رګونو د بندېدو مخه نیسي.