د لاس رسي وړ اتصالات

تور مرچ د سرطان ناروغۍ ضد دي – څیړنه


تور مرچ د یو شمیر مغذي موادو جذب اسانوي
تور مرچ د یو شمیر مغذي موادو جذب اسانوي

د مالګې په څیر تور مرچ هم د ډوډۍ خوړلو پر اکثرو میزونو موجود وي. د مالگې او سوډیم د استعمال په اړه کتابونه لیکل شوي، خو تورو مرچو ته څیړونکو لږ پام کړی.

د تورو مرچو په هکله زیاتو څیړنو ته اړتیا ده. یو شمیر څیړونکو تور مرچ د هیتروسکلیک کیمیاوي ترکیباتو یا HCAs په له منځه وړلو کې چې د سرطان زیږنده کیمیاوي مواد دي، گټور بللي دي.

د هیتروسکلیک کیمیاوي مواد هغه وخت پیدا کیږي کله چې په لوړ حرارت کې ډیره وریته او سوزول شوې غوښه وخوړل شي.

د امریکا د متحده ایالاتو د کنزاس دولتي پوهنتون یوې ډلې ډاکترانو موندلي چې که یو گرام میده شوي تور مرچ د ١٠٠ گرامه غوایي غوښې کوفتې سره گډ شي د پخلي پر وخت په کې تقریبا په بشپړه توگه د هیتروسکلیک کیمیاوي ترکیباتو یا HCAs رامنځ ته کیدل له منځه ځي.

غوښه او تورمرچ
غوښه او تورمرچ

ښایي ​دغه اندازه تورمرچ یو شمیر خلکو ته ډیر زیات وي، خو ددې څیړنې لیکوال وایي چې تور مرچ، د مالگې، د انگورو د غورې او د دیگ د نورو دواگانو سره مخلوطول کیدای شي د سرطان ناروغۍ ضد ورته تاثیر ولري او د سرطان تولیدونکو کمیاوي موادو د تولید مخه ونیسي.

د الونای پوهنتون پروفیسور کیت سینگلیتاري چې دغه څیړنه یې ارزولې ده وایي ځنې څیړنې ښیي چې تورمرچ هاضمې ته هم ښه دي.

ښاغلي سینگلیتاري لیکلي چې تورمرچ ښایي د هاضمې انزایمونه تحریک کړي او د هاضمې په تیوب کې د غذایي موادو تیریدل اسان کړي او همداشان تورمرچ کیدای شي د یو شمیر مغذي موادو جذب زیات کړي.

پوهانو موندلي چې د تورمرچو په ترکیب کې تنده او تیزه ماده د انسان په وجود کې د کورکومینو مادې جذب زیاتوي. کورکومین هغه کیمیاوي ماده ده چې د کورکمن بوټي په ریښو کې موندل کیږي او د وجود د پړسوب او د اکسیجن د ترکیب ضد گټور خاصیت لري.

څیړونکي داسې نتیجه اخلي چې د شواهدو له مخې په غذا کې گډ شوي تورمرچ روغتیا ته هیڅ تاوان نلري او کیدای شي د هاضمې او مغزي موادو د جذب لپاره گټور وي. خو که حتی د کوفتې سره شریک هم نشي کیدای شي چې د سرطان ناروغۍ پر ضد گټور وي.

XS
SM
MD
LG