د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د استخباراتو د رئیس ناڅاپي تبدیلي


د پاکستان د پوځ د استخباراتي ادارې نوی رئیس جنرال فیص حمید
د پاکستان د پوځ د استخباراتي ادارې نوی رئیس جنرال فیص حمید

سخت دریځه پاکستانی جنرال فیض حمید، د هغه هیواد د پوځي استخباراتو (ISI) رئیس ټاکل شوی دی.

جنرال حمید د جنرال عاصم منیر ځای نیسي چې د تیر کال په اکتوبر کې دغه مقام ته ټاکل شوی و.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره ددې هیواد د یو مهم استخباراتي بنسټ د رئیس د تبدیلیدو خبر ورکړی دی، خو پدې هکله یې زیات جزییات ندي ورکړي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې رپوټ ورکړی چې جنرال فیض حمید دمخه د آی اس آی د داخلي امنیت د رئیس په توگه کار کړی دی او د پاکستان د لوی درستیز قمر جاوید باجوه د خورا اعتمادي افرادو له ډلې څخه دی.

د پاکستان پوځي مقاماتو ویلي چې د آی اس آی گوښه کړای شوی رئیس جنرال عاصم منیر، د پاکستان د گجرانواله قول اردو د قوماندان په توگه دندې ته دوام ورکوي.

د آی اس آی د رئیس ټاکنه چې د خدمت موده یې درې کاله ده د پاکستان د صدراعظم له صلاحیتونو څخه دي، خو هغه شخص چې پدغه مقام مقریږي باید د پاکستان د پوځ لوی درستیز یې تائید کړي.

په ١٩۴٧ کې د پاکستان د خپلواکۍ له اعلان راوروسته ددې هیواد پوځ د ٧٢ کالو نیمایي موده واکمن و او حتی د ملکي حکومتونو د کار په ترڅ کې هم دغه بنسټ تر ټولو باصلاحیته دولتي ارگان و.

د پاکستان پوځ او استخباراتي اداره د افغانستان او هند ضد سخت دریځو په روزنه او تجهیز تورن شوي، خو اسلام آباد تل دغه تورونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG