د لاس رسي وړ اتصالات

د پکتیکا ځینې دولتي ادارې د واکسین په تطبیق کې همکاري نه کوي


روغتیایي چارواکي وایي، د پولیو ناروغۍ پر وړاندې مبارزه یوه ملي پروسه ده چې هر څوک یې په مخنیوي او له منځه وړلو کې مسؤلیت لري.

خو د پکتیکا ولایت د روغتیا مسؤلین د یادو او نورو ریاستونو همکاري د پولیو ناروغۍ د له منځه وړلو په برخه کې کم رنګه بولي.

د پکتیکاکتلوي معافیت مسؤل ډاکټر عبدالحکیم همت له امریکا غږ آشنا راډیو ته وویل، د دې ولایت اړوند د پولیو په برخه کې همکار ریاستونه له دوی سره هغه ډول همکاري نه کوي، لکه په مرکز یا نورو ولایتونو کې چې ترسره کیږي.

نوموړي زیاته کړه، دوی د پولیو د هر کمپاین پر مهال له دغو ریاستونو غوښتنه کوي، چې د کمپاین د ښه ترسره کېدو په موخه ورسره مرسته وکړي.

هغه وویل"غوښتنه مو له ریاستونو څخه دا ده چې په کابل کې د دوی وزارتونه همکار دي او د هر کمپاین پر مهال یې د مرستې ژمنه یې کړې خو لکه څنګه چې يې ژمني کړې دلته یې همکاري داسې ښکاره نه ده".

همت غوښتنه کوي، چې د مرکز او نورو ولایتونو په څير د پکتیکا هغه ریاستونه چې په دې برخه کې همکاري کولای شي له دوی سره باید هراړخیزه مرسته وکړي.

بلخوا د ښځو چارو ریاست حقوقي مدیر سلیمان اندړ وایي، چې دوی د پولیو د له منځه وړلو په برخه کې له روغتیا ریاست سره ګډ کار کوي او هر وخت یې ورسره لازمې مرستې ترسره کوي.

اندړ زیاته کړه، د هر کمپاین پر مهال دوی له وړاندې نه د ښځو لپاره د عامه پوهاوي غونډه جوړوې او میرمنو ته د نورو صحي سلا مشورو ترڅنګ د پولیو واکسین د ګټو په اړه هم معلومات ورکوي.

ده وویل"د پولیو دوه قطرو واکسین لپاره د روغتیا له ریاست سره تر جلسې وروسته مونږ خپل ریاست ته ښځي راغواړو او هغوی ته تبلیغ کوو او خپله رئیسه په کلیو بانډو او د ریاست دننه کې مېرمنو ته د واکسین ګتي بیانوي".

د هغه په وینا، د تېر یو کال په جریان کې یې شاوخوا ۷ سوو مېرمنو ته یې د پولیو واکسین په اړه عامه پوهاوی ورکړی.

په ورته مهال، د پکتیکا د حج او اوقافو رئیس مولوي ضبط الله خان بیا وایي، دوی هم د پولیو واکسین اړوند خپل مسؤلیت ادا کړی، هغه ځانګړې خطبې چې د پولیو واکسین په هکله له حج او اوقاف وزارت څخه راغلې، د دوی له لوري په مرکز او ولسوالیو کې جامع جماتونو ته لیږل شوې دي.

هغه زیاته کړه، په دې خطبو کې د اسلام له نظره د پولیو واکسین روا ګڼل شوی او تاکید شوی چې میندې او پلرونه خپل ماشومان د پولیو په وړاندې واکسین کړي.

هغه وویل"د پولیو واکسین په اړه مونږ ته د خپل وزارت له لوري خطبې راځي او د کمپاین پر مهال د ولایت مقام او یا د صحي منبع له لوري هم زمونږ څخه د خطبو لېږلو غوښتنه کیږي او مونږ یې بیا جامع مسجدونو ته لېږلي هم دي"

د حج او رئیس زیاتوي، یادو خطبو د عامه پوهاوي په برخه کې مهم رول لرلی او اوس هغه کسان چې وړاندې یې د یاد واکسین په اړه ښه نیت نه درلود په دې پوهیدلي چې د پولیو واکسین د دوی د ماشومانو لپاره ګټور دی.

سره له دې، چې سږکال په پکتیکا کې د ګوزڼ مثبتې پېښې راپور ندی ورکړل شوی، خو له جنوبي وزيرستان سره د ګډ سرحد او د وزيرستاني کډوالو د تګ راتګ له امله د يادې ويروسي ناروغۍ له جدي خطر سره مخ ولايت بلل کېږي.

XS
SM
MD
LG