د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: افغانستان کې شپږ میلیونه خلک د قحطۍ په درشل کې دي


په افغانستان کې د ژمي په رارسېدو د بشري کړکیچ د زیاتېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوي او ورسره هم مهاله د ملګرو ملتونو د ښځو د پیاوړتیا او جنسیتي برابرۍ ادارې په دغه هیواد کې د افغان مېرمنو وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی.

یادې ادارې د سې شنبې په ورځ ډسمبر ۱۳ (لېندۍ ۲۲) په خپل ټویټر پاڼه د افغان مېرمنو اقتصادی وضعیت ته په اشارې ویلي چې په افغانستان کې شپږ میلیون کسان له قحطۍ څخه یو ګام لېري دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو د پیاوړتیا او جنیستي برابرۍ ادارې زیاته کړې چې د اقتصادي بحران ترڅنګ د هغوی د لومړنیو حقوقو په وړاندې سخت محدودیتونه دا ښيي چې افغانې مېرمنې او نجونې تر ټولو شاته پاتې دي.

یادې ادارې زیاته کړې ده: "...دا ډول بحران د بنسټیزو حقوقو د سختو محدودیتونو سره یو ځای، په دې مانا چې افغانې ښځې او نجونې تر ټولو وروسته پاتې دي."

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو د پیاوړتیا او جنیستي برابرۍ د معلوماتو په اساس افغانې مېرمنې په دغه هیواد کې خدماتو ته کم لاسرسی لري او په خبره یې کله چې ښځې او نجونې د خپل کار او حرکت په سر له مخامخ ګواښ سره مخامخ شي، وروستي کسان دي چې خوړو، اوبو، سرپناه او روغتیايي اسانتیاو ته لاسرسی لري.

د یادې ادارې په وینا پر بنسټیزو حقوقو د محدودیتونو ترڅنګ د سواد کموالی، په دې مانا دی چې اکثره ښځې تذکرې نلري چې له امله یې له حیاتي او بشري مرستو څخه بې برخې کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) ویلي و چې د ښځو او نجونو په ګډون په افغانستان کې د زیاتو افغانانو لپاره ژوند له کړاونو ډک دی.

دغه سازمان د اکتوبر ۲۶ (لړم څلورمه) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې «د شتمنیو او معیشت جوړولو د پروګرام» له لارې یې له څه باندې لس میلیونه افغان مېرمنو سره مرسته کړې ده.

د خوړو نړیوال پروګرام د معلوماتو په اساس په دغه مرستو کې تر ډېره نغدې پیسې شاملي دي چې ښځې کولای شي پخپلو سیمو کې ځانونو ته واړه کارو بارونه پیل کړي.

یاد سازمان تر دې مخکې ویلي و چې ۹۰ سلنه افغانان کافي خواړه نلري او له هرو لسو کسانو څخه ۹ تنه یې نشي کولای ځان ته کافي خواړه پیدا کړي.

XS
SM
MD
LG