د لاس رسي وړ اتصالات

د طبي توکیو په ګډون د اروپايي ټولنې د تازه مرستو جوپه کابل ته ورسېده


اروپايي ټولنې د افغانستان له خلکو سره د خپلو بشري مرستو په دوام تازه کابل ته د څه باندې ۳۶ ټنه درملو او طبي تجهیزاتو بشري مرستو رسېدو خبر ورکړی دی.

اروپايي ټولنې د چهارشنبې په ورځ نومبر ۱۶ (لړم۲۵ ) ویلي دغه تازه مرسته روغتیايي تجهیزات او درمل د «هوايي پل» له لارې کابل ته انتقال شوي دي.

اروپايي ټولنې له افغانستان سره د همکارۍ په هدف د خپلو شریکانو د تازه مرستې څخه مننه کړې. دغه ټولنې د دې ترڅنګ ټینګار کړی دی چې د افغانستان له خلکو سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکوي.

یادې ټولنې ویلي چې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو او پر دغه هیواد د طالبانو تر حاکمیت وروسته یې د افغانستان له خلکو سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړی دی.

دغه بنسټ په یوې اعلامیې کې هم ویلي چې په افغانستان کې د لسیزو جګړو، کډوالۍ، وچکالۍ، اقتصادي بحران او وورستیو سیاسي تحوالاتو بشري مرستو ته د خلکو اړتیا زیاته کړې ده.

په بیان کې راغلي چې اروپايي ټولنه به د خوړو خوندیتوب، روغتیا ته د پاملرنې، طبیعي پېښو سره د مبارزې او د زده کړو به برخه کې له دغه هیواد سره خپلو بشري مرستو ته په راتلوونکي کې هم دوام ورکړي.

اروپايي ټولنې همدارنګه اټکل کړی چې په ۲۰۲۳ میلادي کال کې به په افغانستان کې ۲۸ میلیون کسان بشري مرستو ته اړتیا ولري چې ۱۳ میلیون به یې ماشومان وي.

دغه ټولنې ویلي چې په افغانستان کې ۲۰ میلیون کسان چې د دغه هیواد د نفوس ۴۵ سلنه تشکیلوي له لوږې سره مخ دي.

د دغه بنسټ د معلوماتو له مخې د افغانستان ۵.۷ میلیون خلک د دغه هیواد په پنځو ګاونډیو هیواونو کې د کډوالۍ شپې او ورځې تیروي چې په خبره یې هغوی هم بشري مرسته اړتیا لري.

اروپايي ټولنې زیاتوي چې په ۲۰۲۲ میلادي کې په افغانستان کې له اړمنو خلکو سره د مرستې لپاره نړیوالو بشري بنسټونو ته ۱۴۷ میلیون ایرو ځانګړې کړې ده.

دغه ټولنې تیره یکشنبه له افغانستان سره د خپلو بشري مرستو په لړ کې له دغه هیواد سره د ۷۵ میلیون ایرو (۷۸.۴ میلیون ډالر) مرستې اعلان وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې نومبر میاشتې پر ۱۳مه د خوړو نړیوال پروګرام هم له افغانستان سره د اروپايي ټولنې د نژدې ۵۰ میلیون امریکايي ډالرو مرستې خبر ورکړی و.

XS
SM
MD
LG