د لاس رسي وړ اتصالات

جاپان د افغانستان له خلکو سره څه باندې ۱۰۶ میلیون ډالر نوره مرسته کوي


د ژمي په رارسېدو سره په افغانستان کې د بشري بحران زیاتېدو سره هم مهاله، په کابل کې د جاپان سفارت وايي چې اړمنو افغانانو ته د رسېدو لپاره، ټاکل شوې له دغه هیواد سره ۱۰۶.۷ میلیون ډالر نوره مرسته وکړي.

دغه سفارت د سې شنبې په ورځ ډسمبر شپږمه (لېندۍ ۱۵) په یوې اعلامیې کې ویلي چې تمه ده، د بشري مرستو دغه نوې بسته په افغانستان کې د بشردوستانه پروژو پلې کولو او د لومړنیو بشري اړتیاوو پوره کولو امکان برابر کړی.

یاد سفارت زیاته کړې: "موږ د زړه له کومي هیله لرو چې دا پروژې به د افغانانو د خوشحالۍ په راوستلو کې مرسته وکړي."

په کابل کې د جاپان سفارت د معلوماتو په اساس، دغه پروژې به د ملګرو ملتونو د مرستندویه بنسټونو، نړیوالو سازمانونو او غیر دولتي بنسټونو لخوا د افغانستان د خلکو د ژوند ښه کولو په هدف د ګڼو کړنلارو له لارې ولګول شي.

په کابل کې د جاپان سفارت ویلي چې هیواد یې د دغه تازه مرستندویه بشري بستې سره د تیر کال د اګست میاشتې راپدېخوا تر دا مهاله د بشري بحران مخنیوي په هدف د افغانستان له خلکو سره ۳۳۵ میلیون ډالر مرسته کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) په خپل راپور کې وویل چې په راتلوونکي ۲۰۲۳ میلادي کال کې به د افغانستان یو پر دریمه برخه وګړي بشري مرستو ته اړتیا ولري.

په دغه راپور کې چې د نومبر پر ۳۰مه خپور شوی راغلي چې د اقتصادي بحران، دوامداره وچکالۍ، طبیعي پېښو، سېلابونو، زلزلې او بېکارۍ له امله بشري مرستو ته اړتیا زیاته شوې ده.

اوچا په دغه راپور کې ویلي و چې د اټکل له مخې په ۲۰۲۳ میلادي کال کې به ۲۸.۳ میلیون کسان بشردوستانه او ژغورونکو مرستو ته اړتیا ولري.

د تیر کال د اګست په میاشت پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته په دغه هیواد کې اقتصادي ستونزو او د بشري بحران زیاتېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوي دي.

ملګرو ملتونو مخکې ویلي و چې په افغانستان کې جګړه د پام وړ کمه شوې، خو د اقلیمي تغیراتو له امله له ستونزو سره مخ دی.

XS
SM
MD
LG