د لاس رسي وړ اتصالات

د فرانسې ولسمشر امریکا ته راځي


دواړه مشران به په امنیتي مسایلو او ایران سره د شو‌ي اتومي‌ تړون په اړه هم خبرې وکړې
دواړه مشران به په امنیتي مسایلو او ایران سره د شو‌ي اتومي‌ تړون په اړه هم خبرې وکړې

ټاکل شوې چې د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون د دوشنبې په ورځ (اپریل۲۳ په سپینې ماڼۍ کې له ولسمشر ټرمپ‌سره وویني.

ټاکل شوې چې دواړه مشران به د پاریس-واشنګټن پر اړیکو، امنیتي مسایلو او ایران سره د شو‌ي اتومي‌ تړون په اړه خبرې وکړې.

د ولسمشر ټرمپ او ولسمشر مکرون ترمنځ اړیکې ښې نه بلل کیږي‌، خو په دې وروستیو کې دواړو هڅه کړې چې دا روابط ورغوي.

په پام کې ده چې په همدغې اونۍ کې د جرمني‌ صدراعظمه انګیلامېرکل هم امریکا ته راشي او له ولسمشر ټرمپ سره خبرې وکړې.

د ښاغلي مکرون سفر دا مهال کیږي چې تېره اونۍ امریکا، برتانیا او فرانسې په ګډه په سوریه کې د بشارالاسد د کیمیاوي‌ وسلو مرکزونه ووېشتل. همدغه راز ولسمشر ټرمپ د ایران سره پر شوي‌ اتومي تړون کلک انتقادونه کړي.

واشنګټن او د نړۍ زبرځواکونو له تهران سره تړون وکړ، ایران ژمنه وکړه چې اتومي وسلې به نه جوړوي او په بدل کې به یې پر ایران لګول شوي‌بندیزونه ختم شي.

خو ولسمشر وايي دا تړون ډېرې ستونزې لرې او قوي مخالف یې دی. همدغه راز د شمالي‌ کوریا د میزایلو د پروګرام په اړه به هم دواړه مشران سره خبرې وکړې.

XS
SM
MD
LG