د لاس رسي وړ اتصالات

د میدان وردګ والي له خپلې دندې استعفی ورکړې


ښاغلی محمد عارف شاه جهان د روان میلادي کال په لومړیو کې د میدان وردک ولایت د والي په توګه ټاکل شوی وو.
ښاغلی محمد عارف شاه جهان د روان میلادي کال په لومړیو کې د میدان وردک ولایت د والي په توګه ټاکل شوی وو.

د میدان وردګ ولایتي چارواکي وايي، د دغه ولایت والي ډاکټر محمد عارف شاه جهان نن د جمعې په ورځ (لړم اتلسم) د دغه ولایت له څوکۍ څخه استعفی کړې او جمهور رئیس محمد اشرف غني هم د هغه استعفی منلې ده.

د میدان وردګ ولایت ویاند عبدالرحمن منګل امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې ښاغلي شاه جهان نن د جمعې په ورځ خپل کار خوشې کړی دی.

ښاغلي منګل وویل: "د والي استعفی منل شوې، خو تراوسه دغه ولایت ته بل والي نه دی معرفي شوی".

د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ویاند نجیب الله مطهري امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې والي شاه جهان د شخصي مصروفیتونو له مخې استعفی کړې ده.

ډاکټر محمد عارف شاه جهان د روان مېلادي کال په لومړیو کې د میدان وردګ ولایت د والي په توګه په کار پیل کړی وو.

هغه دمخه د فراه او غزني په ولایتونو کې هم دندې سرته رسولې وې.

په دې وروستیو اونیو کې د افغان حکومت یو شمېر لوړپوړو چارواکو له خپلو دندو استعفاوې کړي دي.

په دغو چارواکو کې د حکومت د وزیرانو او بهرنیو هېوادونو کې د سفیرانو سربېره د ملي امنیت د شورا د سلاکار په ګډون د دغه شورا یو شمېر چارواکي هم شامل دي.

اوړمه ورځ د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئیس او په سیاسي چارو کې د جمهور رئیس محمد اشرف غني ځانګړي استازي ډاکټر محمد اکرم خپلواک هم استعفی وکړه.

محمد اکرم خپلواک
محمد اکرم خپلواک

​که څه هم اکثرو چارواکو د خپلو دندو د پریښودلو په اړه سپیناوی نه دی کړی، خو د افغانستان د چارو یو شمېر کارپوهان د حکومت په دننه کې د چارواکو ترمنځ د اختلاف سربېره د راتلوونکي لمریز کال په سر کې د جمهوري ریاست ټاکنې هم د چارواکو په ګوښه کېدو کې بې اغیزې نه بولي.

تراوسه د افغانستان جمهوري ریاست راتلوونکو ټاکنو ته جمهور رئیس محمد اشرف غني او په هندوستان کې د افغانستان پخواني سفیر شیدا محمد ابدالي چمتووالی ښودلی دی.

د افغانستان لوی ملي ائتلاف هم ویلي، چې ډېر ژر به د دغو ټاکنو لپاره خپل نوماند معرفي کړي.

د دغه ائتلاف یو چارواکي احمد ضیا مسعود پنجشنبې په ورځ (لړم اولسم)خبریالانو ته وویل، چې ډېر ژر به د جمهوري ریاست ټاکنو ته د خپل ائتلاف له دننه څخه یو نوماند معرفي کړي.

هغه وویل دا ائتلاف به اته تنو لیست د خپلو نوماندانو په توګه خپورکړي، چې د جمهور رئیس د نوماندۍ ترڅنګ به د هغه درې مرستیالان او هم د اجرائیوي صدراعظم لپاره د یو نوماند ترڅنګ د هغه درې مرستیالانو نومونه په کې شامل وي.

د افغانستان په اساسي قانون کې د جمهور رئیس لپاره دوه نوماندان په پام کې نیول شوي دي.

خو احمد ضیا مسعود وویل د ائتلاف له خوا د ټاکنو د ګټلو وروسته به هڅه وکړي د افغانستان په اساسي قانون کې په دې برخه کې تعدیل رامنځ‌ته کړي.

XS
SM
MD
LG