د لاس رسي وړ اتصالات

د غني پلویان ولې یو په بل پسې استعفا کوي؟


ارګ د چارواکو استعفا یو عادي کار بولي
ارګ د چارواکو استعفا یو عادي کار بولي

په تېرو څو اونیو کې د ولسمشر غني ځینو نژدې پلویانو د " نظر د اختلاف او کاري فضا" د خړپړتیا له کبله استعفاوې کړي دي.

په دغه لړ کې تر ټولو وروستی چارواکی د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزی و، چې د چهارشنبې په ورځ (اکتوبر۱۶) د "ملي یوالي په حکومت کې د نظرونو د ژور توپیر" له کبله استعفی وکړه.

تر حکمت کرزي مخکې د ملي امنیت د شورا مشاور حنیف اتمر، د ښار جوړونې وزیر سید منصوی سادات نادري او په هند کې د افغانستان سفیر احمد شاه ابدالي هم له خپلو دندو لاس په سر شوي وو.

ښاغلي کرزي د "ژور توپیر" په اړه نور سپیناوی نه دی ورکړی، خو د باندنیو چارو وزیر، صلاح الدین رباني، چې د جمعیت ګوند مشر او د حکومت د سیاسي اپوزیسیون فعاله غړی هم دی، له ولسمشر غني سره پر ځینو مسایلو مخالفت څرګند کړی.

خو ښاغلی رباني په خپل ټویټر کې د حکمت کرزي پر استعفا خواشیني ښودلې او هغه یې "د افغانستان د ننني نسل ویاړمنه څېره" بللې ده.

د ارګ غبرګون

جمهوري ریاست د دغو چارواکو د استعفاو په اړه ویلي دي چې حکومت هېڅکله هم د یو کس د نظر په اساس پرېکړه نه ده کړې بلکې مهمې پرېکړې له مشورو او اجماع په اساس شوي دي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي امریکا غږ ته وویل چې له دندو د چارواکو استعفی یوه عادي خبره ده. هغه وویل " باید مسولیت مننونکي واوسو. یو دولتي مسول چې د حکومت په ټوله دوره کې لوړ پوړی چارواکی وي، باید د مسولیت ښه او بد ټول ومني. "

دا حکومتي چارواکي داسې مهال له دندو استعفاوې کوي چې د جمهوري ریاست ټاکنو ته شاوخوا شپږ مېاشتې پاتې دي. د سیاسي چارو ځینې کارپوهان په دې باور دي چې له دندو استعفا کوونکي چارواکي ښايي د جمهوري ریاست انتخاباتو ته ځانونه برابر کړي.

د سیاسي چارو شنونکي تابش فروغ په همدې نظر دی. هغه وايي ځينې چارواکي له دندو استعفی کوي او د ټولو ستونزو پړه پر حکومت اچوي چې په خبره یې د جمهوري ریاست را روانو انتخاباتو کې ځانونه پاک وښيي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG