د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې د کښتۍ د ټکر له کبله یو ستر پل نړېدلی


پایتخت واشنګټن ډي سي ته څېرمه د بالتیمور په صنعتي ښار کې دغه ۲.۶ کیلومتره اوږد پل په ۱۹۷۷ کې پرانیستل شوی او هر کال وباندې لږ تر لږه ۱۱ میلیونه موټر تیریدل.
پایتخت واشنګټن ډي سي ته څېرمه د بالتیمور په صنعتي ښار کې دغه ۲.۶ کیلومتره اوږد پل په ۱۹۷۷ کې پرانیستل شوی او هر کال وباندې لږ تر لږه ۱۱ میلیونه موټر تیریدل.

د متحده ایالتونو د بالتیمور په ښار کې د سه شنبې په ورځ مارچ ۲۶ (وري ۷) یو ستر پل وروسته له هغه ونړېد چې یوې کښتۍ ورسره ټکر وکړ او له کبله یې ۲۰ تنه او یو شمېر موټر سیند ته ولوېدل.

په امنیتي کامرو کې د "فرانسیس سکاټ کي" پله سره د یوې بار وړونکې کښتۍ د ټکر کېدو او وروسته ددغه پله د نړېدو ویډیو ثبت شوې ده.

د مریلنډ والي ویس مور ددې پله له نړېدو وروسته بیړنی حالت اعلان کړی دی.

دا پېښه د شپې په یوه بجه او ۳۰ دقیقو رامنځته شوې او پر پله باندې د موټرونو له څراغونو څخه ښکاري چې د نړېدو پر وخت پر دغه پله باندې موټرونه وو.

د بالتیمور د اور وژنې د ادارې مشر کیون کارټریټ رسنیو ته وویل: "متاسفانه موږ خبر یو چې لږ تر لږه ۲۰ کسان او ګڼ شمېر موټر همدا شیبه د پټاپسکو په سیند کې دي."

کارټریټ وویل چې د ژغورنې کارکوونکي د پېښې ځای ته رسېدلی او صفر درجې د سانتي ګراد ته نږدې په سړو اوبو کې د ژوندي پاتې کسانو لټون کوي.

په دې پېښه کې د مرګ ژوبلې دقیقه شمېره تر اوسه نه ده څرګنده.

د پټاپسکو پر سیند باندې دغه ۲.۶ کیلومتره اوږد پل په ۱۹۷۷ کې پرانیستل شوی و او هر کال پرې لږ تر لږه ۱۱ میلیون موټر تیریدل.

دا پل پایتخت واشنګټن ډي سي ته څېرمه د بالتیمور د صنعتي ښار د سرکونو د شبکې مهمه برخه ګڼل کیږي.

د کښتیو د څارنې ویبسایټ "مرین ټرافیک" ښيي چې د سنګاپور د بیرغ لرونکې د کانټینرونو لېږدوونکې یوه کښتۍ د سه شنبې په سهار ددغه پله لاندې تم شوې ده.

د بالتیمور ښاروال برینډن سکاټ او اجرائیوي رئیس جاني اولسزوسکي جونیر دواړو وویل چې دوی د پیښې په اړه خبر دي او د ژغورنې هڅې روانې دي.

اولسزوسکي په ایکس کې په یو پیغام کې لیکلي: "مهرباني وکړئ د اغیزمنو خلکو لپاره دعا وکړئ."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG