د لاس رسي وړ اتصالات

ایپل او ملاله به د نجونو د تعلیم لپاره گډ کار کوي


د نړۍ د دا وخت د ترټولو زیات مشهوره شرکت یعني د اېپل شرکت اعلان کړیدی چې د جینکو د تعلیم لپاره به د ملالې یوسفزۍ سره مرسته کوي.

ملاله یوسفزۍ چې د پښتونخوا د سوات د سیمې سره تعلق لري، دا وخت د جینکو د تعلیم لپاره په ټوله نړۍ کې پیژندل شوې مبارزه ده.

د ایپل شرکت مشر ټم کوک او د جینکو د تعلیم مبارزې ملاله یوسفزۍ په بیروت کې د یوې غونډې نه وروسته اعلان کړیدي چې د جینکو د تعلیم لپاره به یوځای کار کوي.

دغو دواړو ژمنه کړیده چې د نړۍ په گوټ گوټ کې ، هر هغه ځای چې جینکۍ یې تعلیم ته ضرووت لري، هغوي به د جینکو د تعلیم لپاره کار وکړي.

د ایپل د شرکت مشر ټیم کوک وایي چې د ملاله ادارې چې کوم کار شروع کړیدی ، هغه به پراخوي.

ټم کوم په خپل ټویټر کی ولیکل چې

"ایپل ویاړي چې د دولس کلونو لپاره د مفت، خوندي او معیاري تعلیم لپاره چې د هرې جینۍ حق دی، په خاطر د باجراته او ځیرکې ملالې ملاتړ کوي. مونږ یو ځای د دا ژمنه کوو چې د ملاله صندوق د کار ساحه پراخه کړو او د نړۍ په گوټ گوټ کې جینکو ته د تعلیم مواقع برابرې کړو."

ملالې هم د ټم د ټویټ په ځواب کې په خپل ټویټر ولیکل

​"زه د خپل ملگري ټم او ایپل مننه کوم چې د نړۍ د هغه ارمان په پوره کولو کې خپله برخه اچوي چې هره جینۍ پکې د خپل راتلونکي پریکړه په خپله کوي. مونږ به یو ځای د بیروت د تکړه جینکو ملاتړ کوو او د نړۍ د ټولو هغو جینکو ملاتړ به کوو چې د دوي پشان دي."

د ایپل شرکت چې یوه شتمنه کمپني ده او د نړۍ په گوټ گوټ کې استعمالونکي لري، د ملالې سره یوځای کیده به د ملالې مرستندویه اداره نوره هم قوي کړي.

د ملالې صندوق تراوسه پورې د نړۍ په مختلفو ملکونو کې د جینکو لپاره ښوونځي شروع کړیدي چې پکې پاکستان، نایجیریا، سوریا، لبنان شامل دي.

د ملاله فنډ په ویبپاڼه د هغو ملکونو په لسټ کې چې ملاله وایي د هغې لپاره لمړیتوب لري چې د تعلیم لپاره پکې کار وکړي، پاکستان ، افغانستان، هند، نایجیریا او سوریا شامل دي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG