د مالاوي ولسمشر د سه شنبې په ورځ جون ۱۱ (غبرګولي ۲۲) وویل چې د یوې الوتکې د نسکورېدو په پېښه کې ددغه هېواد مرستیال ولسمشر ساولوس چلیما او نهه نور کسان مړه شوي دي.
د الوتکې پاتې شونې په یو ځنګله کې موندل شوي دي.
دغه پوځي الوتکه چې ۵۱ کلن چلیما او نهه نور کسان پکې سپاره وو، د دوشنبې په ورځ د پلازمینې لیلونګوي څخه شمالي ښار موزوزو ته پر لار ورکه شوه او د خرابې هوا له کبله ورته ویل شوي وو چې بیرته پلازمېنې ته ستنه شي.
د مالاوي ولسمشر لازارس چکویرا ملت ته په وینا کې وویل: "د لټون او ژغورنې ډلې الوتکه وموندله ... په بشپړه توګه ویجاړه شوې او څوک پکې ژوندی ندی پاتې شوی."
هغه دا پېښه "ویروونکې تراژیدي" بللې چې "الفاظ یې نشي بیانولی."
د پوځ د ژغورنې ډلې لخوا له فرانس پرس سره شریکو شویو تصویرونو کې د مالاوي پوځیان لیدل کیږي چې د یوې "ونګ ډورنیر 228-202K" ډوله لوېدلې الوتکې ترڅنګ ولاړ دي.
ژغورونکو له الوتکې څخه د ترلاسه شوې وروستي سیګنل پراساس، د سه شنبې په ورځ د موزوزو جنوب لور ته په یو ګڼ ځنګله کې ددغه الوتکې پاتې شونې وموندل.
تر دې مخکې د پوځ مشر جنرال پاول ویلنټینو فیري ویلي وو چې د لټون په عملیاتو کې له هلیکوپترو او ډرون څخه کار اخیستل شوی او د ګاونډیو په شمول نورو هېوادونو وروسته په دې عملیاتو کې مرسته کړې ده.
مرستیال ولسمشر له نهو کسانو سره د دوشنبې په سهار له پلازمینې لیلونګوي څخه ۳۷۰ کیلومتره لیرې د موزوزو ښار ته پرواز کړی و ترڅو د کابینې د یو پخواني غړي په جنازه کې ګډون وکړي.
د ماالوي پخوانۍ لومړۍ میرمن شانیل زیمبري هم په دې الوتکه کې وه.
فورم \ دبحث خونه