د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان وايي یوه الوتکه یې لوېدلې، یو تن پکې مړ او ۱۲ ټپیان دي


طالبانو ته له تیر حکومت څخه یو شمېر الوتکې پاتې شوي دي.
طالبانو ته له تیر حکومت څخه یو شمېر الوتکې پاتې شوي دي.

د طالبانو حکومت د دفاع وزارت وايي، د هوايي ځواکونو یوه چورلکه یې د چهارشنبې په ورځ مۍ ۱۵ (غويي ۲۶) د افغانستان په مرکزي برخه کې غورځېدلې او له کبله یې لږ تر لږه یو تن مړ او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

د دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا ام ای-۱۷ ډوله الوتکه په مرکزي غور ولایت کې سیند ته د لوېدلیو کسانو د رایستلو دپاره تللې وه او په دې ترڅ کې د "تخنیکي ستونزو" سره مخامخ شوې ده.

وزارت زیاته کړې چې دا چورلکه د بېړنۍ ناستې کولو د هڅې پر مهال لوېدلې ده.

طالبان د ۲۰۲۱ په اګست کې پر افغانستان بیاواکمن شوي او له تیر حکومت څخه ورته یو شمېر الوتکې پاتې شوي دي.

دا معلومه نه ده چې طالبانو ته څومره الوتکې پاتې شوي او توانېدلي چې تر کومې اندازې دغه الوتکې ترمیم کړي. خو د روسیې ام ای-۱۷ ډوله الوتکې زیاتره د ژغورنې په عملیاتو کې کارول کیږي.

دا الوتکې په افغانستان کې په ورستیو سیلابونو کې هم کارول شوي چې ددغه هېواد په بیلا بیلو برخو کې یې په سلګونو تنه مړه کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG