د لاس رسي وړ اتصالات

د مالیزیا محققانو د آناناس له فایبرې مادې ډرون جوړ کړی


پروفیسور حمید سلطان

په مالیزیا کې محققانو د «آناناس» میوې په پاڼو کې موجود فایبرونه په یوې داسې قوې مادې بدل کړي چې د بې پيلوټه الوتکو د چوکاټ او نورو برخو په تولیدو او جوړولو کې ترې کار اخیستل کیږي.

د مالیزیا د پوترا پوهنتون پرفیسور محمد طارق حمید سلطان چې د دغې تحقیقي ډلې مشر دی وايي‌ چې ده له ډېر وخته فکر کاوه چې څنګه د «آناناس» میوې له پاتې شونو څخه دا مهمه ماده ترلاسه کړي.

د آنانانس کروندې د مالیزیا د کولالمپور د «هولولانګات» په سیمه کې زیاتې دي.

ښاغلي حمید سلطان د رویټرز خبري اژانس ته وویل: « موږ د آناناس پاڼې په یو داسې فایبر بدلوو چې د هوايي صنایعو او په خاص ډول د بې پیلوټه الوتکو په تولید کې ترې کار اخیستل کیږي.»

نوموړي وویل هغه بي پيلوټه الوتکې چې له دغو مادو څخه جوړې شوې دي، تر هغو بي پیلوټه الوتکو چې د صنعتي فایبرونو څخه جوړې شوې دي،‌ هم قوي دي، هم یې وزن کم دی او هم یې قیمت ارزان دی.

هغه وايي چې دا بې پیلوټه الوتکه یو کیلو مېتر لوړ الوتلې شي او ۲۰ دقیقې په هوا کې ګرځېدلې شي.

دغه محقق وايي که دا بې پیلوټه الوتکه ویجاړه شي، اسانه تر خاورو لاندې کیږي‌ او ژر خاورې کیږي.

د ښاغلي حمید سلطان ډله هوډ لري چې له دغو مادو څخه داسې لویې بې پیلوټه الوتکې جوړې کړې چې د زراعتي کارونو او فضايي څېړنو لپاره ترې کار واخیستل شي.

د آناناس کروندګر خوشحال دي چې له دې لارې ورته د عاید یوه بله منبع هم موندل کیږي.

XS
SM
MD
LG