د لاس رسي وړ اتصالات

خوراځواکۍ افغانستان کې په تیرو پنځو میاشتو کې ۳۶۰ ماشومان مړه کړي


د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې 'یونیسف' اټکل کړی چې ښایي په روان کې به په افغانستان کې ۱.۱ میلیون نور ماشومان هم په خوارځواکۍ اخته شي.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، چې د روان ۲۰۲۲ میلادي کال د پیل څخه تراوسه افغانستان کې په زرګونو ماشومان د خوارځواکۍ پر ناروغۍ اخته شوي چې له امله یې په تیرو نږدې پنځه میاشتو کې ۳۶۰ ماشومان پدې ناروغۍ مړه شوي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند جاوید هژیر خبریالانو ته په یو استولي پیغام کې ویلي، چې د روان ۲۰۲۲ میلادي کال په لومړیو پنځه میاشتو کې ۴۵۶ زره ماشومان د خوارځواکۍ د ناروغۍ د درملنې لپاره د دغه وزارت مربوطو روغتیايي مرکزونو ته وړل شوي وو.

هغه ویلي چې په دغه شمیر کې ۳۶۲ زره یې په متوسطې خوارځواکۍ اخته وو او پاتې ۱۱۳ زره نور په سختې خوارځواکۍ اخته شوي ماشومان وو.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، چې په روان کال کې د ۵۶ زرو څخه زیات په خوارځواکۍ اخته ماشومان په روغتونونو کې بستر شوي چې ورسره د هغو ماشومانو شمیر چې په تیرو نهو میاشتو کې په روغتیايي مرکزونو کې یې درملنه شوې ۵۶۶ زرو تنو ته رسیږي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وايي، چې اوس مهال نهه زره او سل په خوارځواکۍ اخته ماشومان په روغتیايي مرکزونو کې تر درملنې لاندې دي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې اوس مهال افغانستان کې ۲۴۲۰ روغتیايي مرکزونه په خوارځواکۍ اخته ماشومانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.

د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې 'یونیسف' په روان ۲۰۲۲ میلادي کال کې په افغانستان کې د ۱.۱ میلیون ماشومانو په سختې خوارځواکۍ د اخته کیدو اټکل کړی دی. ددې ادارې د شمیرنو له مخې دا شمیر د ۲۰۱۸ کال پرتله په خوارځواکۍ د اخته افغان ماشومانو د شمیر دوه چنده دی.

د دغې ادارې د افغانستان د دفتر رئیس محمد اګ ایویا ویلي چې په روغتونونو کې په سختې خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمیر په پرله پسې ډول مخ په زیاتیدو دی.

د بلې خوا د عامې روغتیا وزارت وايي، چې په تیرو شاوخوا پنځه میاشتو کې ۴۴۲۰۰ ماشومان د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د شرې په ناروغۍ اخته شوي، چې ۲۹۰ تنه یې پر دغې ناروغۍ مړه شوي دي. خو جاوید هژیر وايي د ماشومانو دا ناروغي اوس کنټرول شوې ده.

د عامې روغتیا وزارت وايي د مارچ په میاشت کې یې په ۴۹ ولسوالیو کې ۱.۱ میلیون ماشومانو ته د شرې واکسین تطبیق کړي دي. د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر اساس کندز، بدخشان، کابل، هرات او هلمند په ولایتونو کې د نورو ولایتونو په پرتله د شرې ناروغي ډیره لیدل کیږي.

XS
SM
MD
LG